د هېواد یوشمېر لرېپرتو سیمو کې اومېندوارې مېرمنې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته نهلاسرسي او د قابلو کمښت څخه شکایت کوي. یادې مېرمنې سلاموطندار ته وايي، د روغتیایي خدمتونو نهشتون او یا هم کمښت د دوی او ماشونانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
دغه مېرمنې چې د زېږون پرمهال یې ماشومان له لاسه ورکړي، وېره لري چې بیاځلې به بخت ورسره یاري ونهکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدخشان د شغنان ولسوالي اوسېدونکې مسعوده سلاموطندار ته وايي، د قابلو نهشتون او روغتیایي خدماتو ته نه لاسررسي له امله یې ماشوم مړ پیدا شوی.
هغې وویل: «د ماشوم پیدا کېدو ته مې درې میاشتې پاتې وې او زموږ لار له مرکز هم لرې وه، په همدې خاطر د ولسوالۍ کلنیک ته لاړم، هلته د قابلو او روغتیايي کارمندانو د نهشتون ستونزو سره مخ شوم. و مې نهشو کولی چې خپلې ستونزې حل کړم همدا لامل شو چې ماشوم مې سقط شو.»
د بدخشان د زیباک ولسوالي اوسېدونکې مدینه چې ۳ میاشتې وړاندې یې، ماشوم د زېږون پر وخت له لاسه ورکړی، وايي، سره له دې چې د زېږون پرمهال روغتون ته پر وخت تللې وه، خو تر درېوو ساعتونو قابلې او ډاکټرې شتون نهدرلوده، څو درملنه یې کړې وه.
مدینه وايي، وېره لري که دا پېښه بیا وسره وشي، راتلونکي کې به خپل بل ماشوم هم له لاسه ورکړي. «وېره لرم چې هسې نهبیا له دغې ستونزې سره مخ شم، په راتلونکې شاید بل ماشوم هم له لاسه ورکړم، شاید په راتلونکې زما په څېر په لسګونه میندې خپل ماشومان له لاسه ورکړي. یوازې دا هيله لرو چې موږ ته په روغتونونو کې قابلهګانې زیاتې شي، ترڅو راتلونکې بیا له دغو ستونزو سره مخ نهشو.»
بلخوا د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیال قاري نذیرمحمد خالد وايي، د ولایت په کچه ۱۲۴ روغتیایي مرکزونه فعالیت لري چې ګڼشمېر یې د قابلو له کمښت سره مخ دي.
هغې وویل، بدخشان کې یوازې د AKHSاړوند دفتر سره ۱۵۲ قابلې کار کوي. «د بدخشان په سطح د AKHSاړوند دفتر سره په دې برخه کې ۱۵۲ قابلهګانې کار کوي. موږ د قابلهګانو له کمښت سره اوس هم مخ یو او اړتیا ورته لرو؛ موږ هڅه کوو ترڅو د قابلهګانو تعداد ډېر کړو.»
د بدخشان ترڅنګ د یوشمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم د قابلو او روغتیايي خدمتونو د کمښت او نهشتون په دلیل ورته ستونزو سره مخ دي.
د زابل د شملزو ولسوالي دوو اوسېدونکو قمرالدین سرحدوال او رفېعالله سلاموطندار ته وویل، سیمه کې یې کلینیک شته او د قابلو کمښت او روغتیايي خدماتو ته د نهلاسرسي له امله داسې وخت هم راغلی چې د زېږون پرمهال مور او ماشوم دواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی له مسوولانو غواړي چې ولسوالي کې ورته روغتیايي مراکز ډېر کړي. قمرالدین سرحدوال وویل: «موږ یو امډي ډاکټر لرو او یوه قابله دلته کار کوي هغه چې کله په رخصتي وي، نو دلته هېڅوک داسې نهوي چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي. داسې پېښه شوې چې واورو کې د شپې موټر یو زنانه مریض وړی، سهار کې ښځه هم ژوند له لاسه ورکوي او کوچنی یې هم.»
رفېعالله هم وویل: «هغه کلینیک کې د مریضانو تداوي نه کېږي، یوازې یوه قابله ډاکټره لرو، کله چې زنانه مشکلات پېښ شي، هغه هم تر ولایته پورې نهدي رسېدلي. موږ غواړو چې په دغه زنځير کې موږ ته یو مرکزي کلنیک جوړ شي او زنانه ډاکټرانې راکړل شي.»
د تخار د لرېپرتو سیمو اوسېدنکي هم روغتیايي خدماتو ته نهلاسرسي څخه شکایت کوي. دوی غواړي چې ولسوالیو کې ورته روغتیايي مراکز جوړ شي، څو اړ نهشي چې خپل ناروغان مرکز ته انتقال کړي.
د درقد ولسوالي اوسېدونکې سلوا چې د ورېندارې ماشوم یې، په عملیات مړ پیدا شوی، وايي، دا چې د سیمې په کلينیک کې یې، یوازې دوه قابلې وې او د مرکز له کلینیک څخه هم لرې وې، له همدې امله ونهتوانېدې چې د زېږون پر وخت د ماشوم ژوند وژغورلی شي.
سلوا په دې اړه له سلاموطندار ته وویل: «داچې زموو په روغتون کې یوازې دوې قابلې وې او ناورغان هم ډېر وو، دوی و نهشو کولی چې سمه رسېدنه ورته وکړي، د ورېندار ماشوم مو مړ شو. کله چې دلته یې ولادت و نهشو کړای موږ هغه د دشتقلعه روغتون ته یووړه او په دشتقلعه روغتون کې عملیات شوه؛ خو ماشوم یې مړ پيدا شو. له دولته غواړو چې زموږ دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي او کلینیک ته دې تجربهلرونکې قابلې راولي.»
د تخار د درقد ولسوالي اوسېدونکې مدینې هم دې ولسوالي کې د شته روغتیايي ستونزو په اړه سلاموطندار ته وویل: «څه وخت وړاندې مې خور په ماشوم ناورغه وه، زه ورسره د تخار کلینیک ته لاړم، هلته مې په خپلو سترګو ولیدل چې ناروغان ډېر وو او قابلې لږې وې، ناروغانو ته یې هېڅ رسېدنه نهشوای کولی. موږ چې هر څومره انتظار وکړ نوبت را و نهرسېده.»
د نیمروز د خاشرود ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي هم دغې ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو په ځانګړې توګه د اومېندوارۍ او زېږون پرمهال د خدمتونو او قابلو نشتون څخه شکایت کوي. د دغې ولسوالي اوسېدونکې سیمین وايي، دا چې دوی امکاناتو ته لاسرسی نهلري، اړ دي، اومېندوارې مېرمنې په کور کې زېږون وکړي.
هغې وویل: «خاشرود هېڅ ښه ځای نهلري. څوک چې امکانات لري خپل ناروغ ښار ته وړي چې درملنه یې وشي او څوک چې زموږ په څېر څه ونهلري مجبور دي چې په کور کې زېږون وکړي یا په لار کې ومري. بدبختانه همدا یوه میاشت مخکې د ورېندار مې د زېږون وخت را نېږدې وو، دلته امکلانات نهوو او مرکز ته د تلو په وخت کې یې ډېره خونرېزي درلوده.»
بلخوا یوشمېر روغتیاپالان د مور او ماشوم د ژوند خوندیتوب لپاره د کور په پرتله روغتونونو کې پر زېږون ټینګار کوي.
د نسايي ولادي متخصصه ډاکتره سمیرا شهیر رحیمي د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیايي مراکزو او ډاکټرانو شتون مهم بولي او وايي، که دې برخې ته خاصه پاملرنه وشي، د مور او ماشوم دواړو ژوند به له خطر څخه ژغورل شي.
نوموړې وویل: «کله چې یو مریض د یوې ډاکټرې یا د نسايي ولادي د برخې متخصصې یا د قابلهوو تر لاس لاندې زېږون کوي، د دې لامل کېږي چې زېږون به له خطر پرته ترسره شي. مخکې تر دې چې یوه مور ماشوم وزېږوي، هغه د خطر فکټرونه چې مېرمن ته له زېږون وروسته خطر پېښوي، کولی شي چې قابله یا ډاکټر يې مختیوي وکړي.»
له دې سره د عامې روغتیا وزارت مسوولان که څه هم تېرو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې شته ننګونې تاییدوي، خو وايي چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره دغه ستونزه تر ډېره حل شوي.
د هغوی په وینا، د دې لپاره چې په روغتیایي خدماتو کې اغېزمنتیا رامنځته شي، په تېرو دوه نیموکلونو کې یې د روغتیايي ځالې په نوم له ۲سوه زیات روغتیايي مراکز جوړ کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافتزمان امرخېل وايي، د اړتیا له مخې یې سږکال ولایتونو او مرکز کې د ۸نیم زره نوي روغتیایي پرسونل لپاره بستونه اعلان کړي.
د نوموړي په وینا، له دوی سره په روغتیايي سکټور کې شاوخوا ۱۲ زره قابلهګانې فعالیت لري. «موخه مو همدا وه چې موږ وکولی شو یو د دغو قابلهوو لپاره د کار زمینه برابره شي او بل د ولسونو لپاره به هم اسانتیا رامنځته شي. له ۶ زره څخه پورته له موږ سره قابله په دغه تشکیل کې شتون لري، همدارنګه له ۶ زره څخه پورته له موږ سره په خصوصي سکټور کې خدمات وړاندې کوي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد لرې پرتو سیمو کې د قابلو د کمښت ستونزې په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې د هېواد روغتیايي وضعیت په اړه یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې هره ورځ د زېږون پرمهال ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو په دلیل ژوند له لاسه ورکوي.
د رراپور پربنسټ د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، افغانستا ن د شاوخوا ۱۸ زره قابلهوو له کمښت سره مخ دی.