په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو سره هم‌مهاله او د ښځو پر زده‌کړو او ټولنیزو محدودیتونو له امله یوشمېر نجونو په یوازې توګه کډوالۍ ته مخه کړې.

سلام‌وطندار له هغو ۱۸ نجونو سره په خبرو کې چې یوازې کډوالې شوي، موندلې چې دغه نجونې د کډوالۍ په لاره کې له رواني، فزیکي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وې.

په دې راپور کې د مهاجرت لاملونه، د دې لارې ستونزمن شرایط او هېوادونو کې ژوند څیړل شوی دی. هغه نجونې چې په دې راپور کې ورسره مرکه شوې، د ۲۰۲۱ کال له پیله په افغانستان کې له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته کډوالې شوې دي. د دوی له ډلې اوه تنه د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره پرتګال، اته تنه د خپل ژوند د دوام لپاره المان ته، یوه ایران او دوه نورې کاناډا ته د کار د نشتوالي، ناڅرګند ژوند او د زده‌کړو د زمینې نشتون له امله کډوالې شوي دي.

له افغانستان د نجونو د کډوالۍ لاملونه

دې راپور کې ډېری نجونو ویلي چې د لوړو زده‌کړو د زمینې نشتون، ټولنیز تبعیض، او کمزوري اقتصاد له کبله له هېواده وتلي دي. دوی د ښه ژوند لپاره له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دايکنډي اوسېدونکې ٢٤کلنه پروانه وايي، له ماشومتوبه یې، غوښتل چې ډاکټره شي او له هغو کليوالو مېرمنو سره مرسته وکړي چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه‌لري، خو د دې خوب رښتیا کولو هغه اړ کړه چې خپله کورنۍ او ملګري پرېږدي او یوه لوی او ناپیژندل شوي ښار ته سفر وکړي.

هغې وویل: «زده‌کړو سره مې ډېره مینه وه، غوښتل مې دوام ورکړم؛ خو کابل کې نه‌کېده او بریالۍ شوم چې بورسیه واخلم. سخته وه چې له افغانستانه ووځم؛ هغه هم له کورنۍ پرته. لومړی مې سټرېس درلود چې یوازې به څه کوم؛ که ستونزه وه چا ته به وایم؟ خلاصه، پوهېدم ژوند به بدلون ومومي، وېره ورسره مل وه؛ کله چې اطاق کې یوازې کېدم، نو د کورنۍ او کور خاطرې به مې یادېدې او د کورنۍ ترڅنګ ارامو شپو ته به مې فکر کاوه.»

د افغان وګړو اقتصادي ننګونې هغه نور لاملونه دي چې حتی د کورنیو لوڼې یې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي. زهرا مرادي هغه نجلۍ چې د اقتصادي فشارونو او په افغانستان کې د ښځو پر کار کولو د بندیز له امله ایران ته کډوالۍ ته اړ شوې.

هغه وايي: «پلار مې ناروغ و؛ زما مور هم کار نه‌شو کولی؛ ورور مې هم نه‌درلود؛ زما اوښی په ایران کې دی، هغه وویل راځه ایران ته؛ ما سره په فابریکه کې کار کوه؛ میاشت کې لږترلږه اوه زره افغانۍ به ترلاسه کړې، زه بیا لاړم؛ که زموږ اقتصاد ښه وای، ما به زده‌کړې کړې وې، خو اوس یوازې کار کوم او افغانستان ته پیسې لېږم.»

یوې ښې راتلونکې ته هیله لرل، هره یوه دغه افغان نجونې کډوالۍ ته اړ کړي، خو د کډوالۍ پر لاره شته ننګونو او ستونزو دې هیلو ته رسېدل ستونزمن کړي دي.

د کډوالۍ پر لاره جسمي او روحي ننګونې

له ۱۸ هغو نجونو سره چې په یوازې ځان بهر ته تللې، د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې له هېواده د وتلو لپاره د اجازې نه‌نشتون، په لاره کې یوازېتوب او جسمي خطرونه، هغه ننګونې دي چې دغه نجونې د کډوالۍ لاره کې ورسره مخ شوي دي.

د کابل اوسېدونکې دیبا د یوه ښه ژوند لپاره المان ته سفر کړی دی. هغه وايي: «یقینا له ستونزو پرته بله لاره نشته؛ البته کله چې مې غوښتل له افغانستانه ووځم، له محرم پرته نه‌شوم وتلی، دوی حتی په سفارت کې له محرم پرته نه پرېښودل. دې ټولو خپلې ننګونې درلودې. پاکستان ته په لاره کې ډېر وېرېدم چې کېدای شي له ما څخه پوښتنه وکړي چې چېرته ځې، څوک يې؟ زه حتی ډاریدم چې زه نجلۍ وم، زما په ذهن کې زرخبرې راتللې او زه نه پوهیدم چې موږ په کومه لاره روان یو. په لنډه توګه، ما یوه شېبه ذهني سکون نه‌درلوده.»

د کاپيسا یوې بلې اوسېدونکې سويتا ګوهري چې کاناډا ته د ښه ژوند په موخه کډه شوې، هم ورته کيسه لري. «ځکه چې زه یوازې وم، ډېر وېرېدم چې دوی به ما بېرته ولېږي. ولې له محرم پرته راغلې یې؟ هغوی له ما څخه ډیرې پوښتنې وکړې او بالاخره ما وکولی شوای چې له پولې تېره شم.»

د پولې او حتی درېیمو هېوادونو څخه تېرېدل او په پای کې د مقصد هېواد ته رسېدل؛ خو د دغو نجونو ننګونې دلته پای ته نه رسېږي، له نوي کلتور او ژوند سره ځان عادت کول، له نورو ننګونو څخه دي چې دغه نجونې د هېواد منزل ته د رسېدو په ورځو کې ورسره مخ دي.

د مقصد هېوادونو کې نوي ژوند سره ځان جوړول

په دغه راپور کې له ۱۸ مېرمنو سره چې مرکې شوي، ۱۷ یې، لوېدیځو هېوادونو لکه پرتګال، المان او کاناډا ته کډوالې شوي. دوی وايي، د نوې ژبې زده‌کولو او فرهنګ سره بلدتیا برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

بنفشه چې فرانسې ته کډواله شوې، په دغه هېواد کې د خپلو اندېښنو او ننګونو په اړه وايي: «دلته د بل هر ځای په څېر تیاره ډوډۍ نشته. د کار نشتوالی دلته زموږ دوامدار شتون ګواښي. په داسې یو هیواد کې چې موږ یوازې یوو، د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره قوي اراده، ټینګ هوډ او هڅې زموږ یوازینی ملاتړ کیدی شي.»

کبرا هم وویل: «د [جرمني] په حقیقت کې ترټولو سخته ژبه ده چې ما لیدلې. که څه هم زه اوس ښه یم؛ مګر زه لاهم له ستونزو سره مخ یم. “کله ناکله، مهمه نده چې زه څومره هڅه کوم، زه داسې احساس کوم چې زه هیڅ شی نه زده‌کوم.»

د یوازیتوب احساس او له کورنیو لرې

یوازیتوب او له کورنیو لرې‌والی د افغان کډوالو نجونو لپاره تر ټولو سختې ننګونې شمېرل کېږي. دوی د عاطفي ملاتړ او له کورنۍ او په ځانګړې توګه له مور او پلار لري‌‌والي څخه شکایت کوي.

شکېبا یوه له دغو نجونو څخه ده چې د لسګونو نورو نجونو په څېر یې، د خپلو هیلو رښتیا کولو لپاره سفرونه کړي، خو د دې خوب په رښتیاکولو کې خپګان او زړه‌تنګوالی مل وي، هغه څه چې دا هېڅ‌کله نه‌شي هېرولی.

هغه وايي: «زه خپله مور یادوم؛ کله به مې په یاد وي چې کوم خوبونه یې درلودل او کوم ارمانونه یې پوره نشول. زه د هغه لارې ته د دوام ورکولو لپاره ډېرهوډ لرم؛ خو کله چې زه د شپې یوازې یم، د هغې د ګرم غږ او مهربانۍ غیږه زما زړه دردوي.»

د شکېبا په څېر فرشته هم له دردونو او زړه‌تنګوالي داسې کېسې لري: «کله چې دلته راورسېدم، فکر مې وکړ چې نیمه کور کې پاتې یم؛ زړه تنګوالی مې له هر ډېر هلته ورګرځي چې له هغه چا سره چې لویه شوې یم؛ د کوڅو بیروبار، د ښار خوش‌بوی او کورنۍ چې تل ما پسې ولاړه وه. دلته یوازې یم، حتا ملګري مې هم چې وي، بیا هم احساس کوم، څه کم دي.»

ارواح‌پوهان په دې باور دي چې کډوالې نجونې کولای شي چې د ټولنیزو شبکو، د نویو ملګرو موندنه او نوي چاپېریال سره اشنا کېدل، د دوی روحي او رواني ستونزې حلولی شي.

زهرا میرزايي وویل: «هغه نجونې چې یوازې کډوالې شوې دي، باید د حل لارې په لټه کې شي، څو خپل وخت تېر کړي او د هغه هېواد چاپیریال او لیدو ځایو ته لاړې شي او ملګري ومومي؛ له دې حالت څخه د وتلو لپاره دوی باید له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړي.»

د کډوالۍ چارو کارپوه عنایت‌الله الکوزی وايي: «یوازې سفر کول او مهاجرت کول د نجونو لپاره رواني او احساساتي ستونزې رامنځته کولی شي او له کلتوري پلوه، او دا حقیقت چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، له کورنۍ پرته یوازې مهاجرت زموږ له کلتوري ارزښتونو سره سمون نه‌لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کډوالي د یوې ټولنیزې پدیدې په توګه، تل د ډیرو ننګونو او ستونزو سره مل وي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د لازیاتو محدودیتونو په لګولو او له زده‌کړو او کار څخه د هغوی د بې‌برخې‌کېدو له کبله ډېرې نجونې یوازې یا له خپلو کورنیو سره نورو هېوادونو ته کډه شوې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ چې د روان کال زمري میاشت کې خپور شوی، له ۲۰۲۰ کال راهیسې څه باندې اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي او ۸۵سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام