د ورځې لس بجې دي؛ د کابل ښار پر یوه سړک د لاسي توکو پلورونکي د خپلو توکو پر برابرولو لګیا دي. د منځني عمر یو کس چې له نورو مخکې راغلی، د رنګ څو بوتلونه، بُرس او د موچي‌توب نور وسایل یې، څنګ په څنګ اېښي او دیوال ته یې، تکیه کړې.

عزیز‌الله خپلې پېښې غځولي او خپله عصا یې، دیوال ته تکیه کړې؛ ښکاري چې معلول دی. د خپلې اته کسیزې کورنۍ د اړتیاو برابرولو لپاره هره دلته راځي، څو د خلکو بوټونه رنګ او څو افغانۍ وګټي.

داسې ورځې هم شته چې هغه یوازې یو بوټ رنګوي او که بخت یې، ښه وي، د ځینو بوټ ته پینه «پیوند» ورکوي او له ۱۰-۲۰ افغانۍ ګټي، خو ډېری وخت تش لاسونه کور ته روان وي. «له سهار تر ماښامه یم، کار نه‌وی. خلک بې‌وزله دي. ډېری ورځې په لس افغانۍ کور ته ځم؛ نه کار شته او نه ډوډۍ.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عزیزالله هره میاشت ۱۵۰۰ افغانۍ د کور کرایه، شاوخوا ۶۰۰ افغانۍ د برښنا بل او تر ۵۰۰ افغانۍ هم د اوبو لپاره لګښت ورکوي. هغه چې د موچي‌توب له درکه ښه ګټه نه‌لري، درې میاشتې کېږي چې د کور کرایه یې، نه‌‌ده ورکړې. هغه وايي، د کور خاوند خبرداری ورکړی چې هر څه ژر باید کرایه ورکړي.

دا یوازې د نوموړي اندېښنې نه‌دي، د عزیزالله مېرمن هم ناروغه ده او د درملو او ډاکټر پیسې هم باید ورکړي. «داسې ورځې وي چې په لس افغانۍ کور ته ځم؛ هېڅ ورځنی عاید نه‌لرم. ځینې ورځې یو مسلمان خپل بوټونه رنګوي او ځینې وخت هېڅ هم نه‌وي؛ خپله معلول او ناروغ یم؛ ماشومان مې شکر زده‌کړې کوي.»

بې‌وزلي او تنګسیه لامل شوې چې عزیزالله ونه‌شي کړای چې خپلو شپږو اولادونو ته ښې زده‌کړې برابرې کړي. هغه هیله لري چې اولادونه یې، زده‌کړې وکړي او د ده په څېر یوې مړۍ ډوډۍ پسې پر سړکونو ونه‌ګرځي. «ماشومانو ته مې ښه هیله لرم؛ غواړم زده‌کړې وکړي، او ډاکټران شي.»

عزیزالله که څه هم معلول دی؛ خو هغه ادعا کوي چې د سرپرست حکومت او مرستندویه موسسو لخوا ورسره هېڅ مرسته نه‌ده شوې. هغه زیاتوي چې څو ځله د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته تللی؛ خو له هغه سره مرسته نه ده شوې.

دا یوازې عزیزالله نه‌دی چې له بې‌وزلي او تنګسیې سره مخ دی، ډېری افغانان شته چې له ورته برخلیک سره مخ دي.

د شهرنو پارک دروازې ته څېرمه له یو بل سړي سره مخ شوم چې یوه غالۍ یې خوره کړې او لمر ته مخامخ ناست دی. کله چې زه هغه ته نږدې کېږم، په ​​چټکۍ سره راځي او فکر کوي چې سهار وختي ورته کوم پېردونکی ورغلی دی. موږ یو بل ته ښه راغلاست وایو. ۵۵کلن عبدالقیوم د يوې اته کسيزې کورنۍ مشر چې له درېيو کلونو راهيسې د کابل ښار شهرنو پارک ته څېرمه خپله ورځ په موچي‌ګرۍ تېروي.

وزګارتیا او د کورنۍ د لومړنيو اړتياوو برابرول دې ته اړ کړی چې بوټونه وګنډي؛ خو دا کار د هغه اړتیا هم نه پوره کوي. هغه وايي، د خوراکي توکو، جامو، د کور کرايه او حتا د درملو بيه ورځ تر بلې لوړېږي؛ خو د ده عاید لږ دي.

هغه وايي، له دې وړاندې ښوونکی و او د اشپز په توګه یې، هم کار کړی، خو وزګارتیا لامل شوې چې موچي‌‌توب ته مخه کړي.

هغه وویل: «حق‌الزحمه مې درس ورکاوه او د جمهوري ریاست په دوره کې پرېکړه وشوه چې د دولسم ټولګي فارغان به په کابل کې نه‌منل کېږي. زه وزګار شوم. ما بله دنده درلوده؛ زه اشپز هم یم؛ یوځای بوخت وم؛ خو اوس زه موچي‌توب کوم.»

د قیوم ورځنی عاید له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانی دی. هغه زیاتوي چې په دې عاید سره د کور کرایه نه‌شي، ورکولی. هغه وايي، لور یې، ډاکټره ده او د کور اړتیا برابرولو کې ورسره مرسته کوي.

د قیوم مشره لور لس زره افغانۍ معاش لري. هغه وايي، د لور له مرستې پرته نه‌شي کولای چې د اته کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. نوموړی دا چې لور یې، زده‌کړې کړي، خوښ دی او له سرپرست حکومت غواړي چې لورګانو ته یې، د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي؛ ځکه مېرمنې او نجونې د کورنیو اقتصادي وده کې مهمه ونډه لري.

د عبدالقیوم څخه څو ګامونه ورهاخوا د کابل اوسېدونکی رجب چې پر دیوال یې، تکیه وهلې، بوټان رنګوي، وايي، د وزګارتیا له امله یې، دې شغل ته مخه کړې؛ خو ګټه یې، د اته کسیزې کورنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولای. هغه زیاتوي چې له دې وړاندې اشپز و.

هغه وايي: «د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ عاید لرم؛ خو ځینې ورځې هېڅ عاید نه‌لرم؛ کور مې کوتل کې دی او درې ځایه د موټر کرایه ورکوم. ټولو ته کار نشته او وزګارتیا ډېره ده.»

د دغو بوټ‌ګنډونکو روزګارد هغو زرګونو نارینه‌وو، نه هیریدونکې کیسه ده چې د وزګارتیا او یا د کم عاید له امله د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال پرمهال افغانستان کې ۲۳ میلیونه او ۷۰۰زره کسا بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. بل‌لور ته افغانستان سره د مرستو کچه هم کمه شوې.

په دې وروستیو کې اوچا اعلان کړی چې افغانستان کې اړمنو ته د رسېدنې لپاره له غوښتل شویو درې میلیارډ او ۶۰۰ میلیونه ډالرو څخه یوازې ۲۵سلنه یې، ترلاسه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام