د سرپرست حکومت د مالیې وزارت مسوولانو نن (د زمري شپاړلسمه، سهشنبه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په ځینو برخو کې یې مالیې کمې کړې دي. د سرپرست حکومت د پرېکړې له مخې، د تېلو او ګازو د ټانکونو ثابته مالیه له ۰،۶ سلنه څخه ۰،۳ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مسوولانو په وینا، د هغو هوټلونو او رسټورانټونو انتفاعي مالیه چې په درېوو میاشتو کې له ۷۵۰زرو ډېرې افغانۍ عاید ولري، ثابته مالیه یې له پنځه سلنې څخه دوه سلنې ته را ټیټه شوې ده.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «ا.ا تل غواړي چې په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې راولي؛ تاسې ته روښانه ده چې مخکې ټول مالیاتي جرمونه وبښل شول.»
په همدې حال کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عبدالقاهر ادریس وايي: «ا.ا په هره برخه کې خلکو ته اسانتیاوې په پام کې نیولي؛ په اصولو کې یې اسانتیاوې راوستي او د مالیهورکوونکو ستونزې یې پر وخت حل کړې دي.»
بلهخوا د تېلو او ګازو ټانکونو د ټولنې او د کسبګرو او هټۍوالو خونې مسوولان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د مالیاتي ستونزو تر څنګ، د دوی د فعالیتونو پر وړاندې نورې شته ستونزې هم حل کړي.
د تېلو او ګازو ټانکونو د ټولنې استازی مسعود احمد وايي: «موږ د ترازوګانو برخه کې یوه سونزه لرو؛ د ترازوګانو معیار سره برابر نهدی، په ځینو ځایونو کې کنټرولېږي او په ځینو کې نه کېږي. په ځینو ځایونو کې زموږ د موټرو اندازه یو ډول وي او په ځینو نورو کې بل ډول.»
سرپرست حکومت تر دې مخکې په دوو فرمانونو کې د اصنافو مالیه را کمه کړې وه، خو یوشمېر اصناف لا هم د دوی پر فعالیتونو د لګېدلې مالیې له کبله شکایت کوي.