Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایران او پاکستان نه ۱۲۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

بازگشت-از-ایران-1-qq637qryw274vkf55i0e47lfn3wzregubjn1exk2o8

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورو ورځو کې ۱۱ زره او ۹۹۷ افغان کډوال په زوره او خپله خوښه له ایران او پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه وزارت نن (د چنګاښ شپاړلسمه، د شنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې ۱۰ زره او ۶۴۵ افغان کډوال په نیمروز کې د ورېښمو پل او په هرات کې د اسلام‌کلا له لارې له ایران څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې ۱۳۵۲ نور افغان کډوال د سپین‌بولدک او تورخم له لارو له پاکستان څخه هېواد ته راغلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، یاد کسان له نوملیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسارۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمن ته د مرستو لپاره ورپېژندل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې ۱۱۵ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام