د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې پر ډیورنډ کرښه پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» چې پنځه ورځې وړاندې تړل شوې وه، نن «شنبه، وري څلورمه» د هر ډول تګراتګ پر مخ بېرته پرانېستل شوه.
د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې دغه لاره د تېرې دوشنبې ورځې راهیسې تړل شوې او د یاد ولایت د سوداګرۍ ټولنې او پاکستاني سوداګرو په منځګړیتوب بېرته پرانېستل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتیا د سوداګرۍ خونې مشر حسیب ګردېزي سلاموطندار ته وویل چې د خرلاڅي دروازې دواړو لوریو ته په توکو بار ولاړو موټر ته اجازه ورکړل شوې چې پر دې لارې تګراتګ وکړي.
نوموړي وویل: «لاره نن سهار نهه نیمې بجې خلاصه شوه. د پکتیا تجارانو اتحادې او د پاکستاني تجارانو په منځګړیتوب خلاصه شوه. دواړو خواوو ته پر سوداګریزو توکو بار موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوه.»
د پکتيا د ګمرک رييس مولوي فضلالحق منيب هم تاييدوي چې د خرلاڅي دروازه نن د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.
د پکتیا د سوداګرو ټولنې مشر خواجه الدين کليوال بیا سلاموطندار ته وايي چې د لارې بندېدو له امله پاکستان لوري ته د افغان سوداګرو تازه سبزي چې هېواد ته یې رالېږدوله، لهمنځه تللې.
نوموړي وویل: «هغه وچ توکي خو هم يو څه ګذاره کوي، خو تازه سبزي زياته خرابه شوې. زياتره يې له موټرو تويې کړې او ايسته يې وغورځولې.»
له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله تړل شوې وه.