د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د دغې ادارې رییس بختالرحمن شرافت بلخ کې د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ له مشر زفر غیاسویچ سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس له غیاسویچ غوښتنه کړې چې د حيرتان – مزارشريف رېل پټلۍ په لنډ وخت کې او په کمه بیه له سره ورغوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ویاند سمېعالله درانی وايي، د اوزبکستان د اورګاډي ادارې هوکړه کړې چې د حيرتان -مزارشريف د اوسپنې پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفيف بیا له سره ورغوي.
«د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري، د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلس هغه برخې چې وروستیو تحولاتو کې زیانمن شوي چې ۷۵ کیلومټره اوږدوالی لري، بیاورغوي او لېږد پیل شي.»
په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، له دې مخکې هره ورځ زرګونه ټُنه ټرانزیټي توکي د حيرتان – مزارشريف د اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول کېدل؛ خو اوس د خرابوالي له امله له دغې لارې ټرانزیټي توکي نه لېږدول کېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړى خانجان الکوزی وايي، د حيرتان – مزارشريف اوسپنې پټلۍ په جوړېدو سره به سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې برابرې او هېواد کې به د خوراکي توکو بيې هم ورسره ټيټې شي.
«که دا لاره بیاورغول شي، نېک کار دی او پر وخت به انتقالات وشي او د سوداګرو توکي به هم نه خرابېږي او پر نرخونو هم اغېز لري.»
د اوسپنې پټلۍ ادارې د مسوولانو د معلوماتو له مخې، تېر یوه کال کې شاوخوا ۴،۶ میلیونه مټریک ټُنه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې د سیمې هېوادونو ته صادر شوي او له هغو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوي دي.