د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې شاوخوا ۱۶۶۲۲۰ افغان ماشومان چې ۵۲ سلنه یې نجونې دي، د بودیجې کمښت له امله به له زده کړو بې برخې شي.

اوچا ويلي چې د ۲۰۲۳کال تر اکتوبر مياشتې به افغانستان کې له شپږ زرو څخه ډېر محلي ټولګي وتړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د OCHA افغان څانګې سه شنبه د زمري پر ۱۷مه د «پوهنې پر دوام د مالي کمښت اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه پیغام کې لیکلي: «د پوهنې برخه کې د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې اګست پورې شاوخوا ۲۸۰۰ محلي او د ۲۰۲۳کال تر اکتوبره به تر ۳۳۰۰ پورې محلي ټولګي وتړل شي او ۱۱۶۲۲۰ ماشومان چې ۵۲سلنه یې نجونې دي، اغېزمن کړي.»

د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د محلي ټولګيو د یوشمېر زده کوونکو د کورنیو غړي وايي، اندېښنه لري چې دا ټولګي به وتړل شي او اولادونه به یې بې برخليکه شي.

د باميانو اوسېدونکې صديقه چې ماشوم يې د دغه ولايت په يوه محلي ټولګي کې زده کړې کوي، وايي: «په دغو ټولګيو کې کې له لومړي ټولګي مخکې زموږ ماشومانو ته د وړکتون زده کړې ورکوي. د دوی ښوونکي تشدد نه کوي. که دا ټولګي وتړل شي، زموږ ماشومان به بې برخليکه شي.»

د بامیان د «دول دوول» سیمې یوه ښوونکي چې نه یې غوښتل دې راپور کې يې نوم واخیستل شي، سلام وطندار ته وویل چې د دې سیمې ټول ماشومان یوازې په څلورو ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.

نوموړی زیاتوي که په دغه ولایت کې محلي ټولګي وتړل شي، زده کوونکي به بې برخليکه او ښوونکي به وزګاره شي. «لارې لرې او زده کوونکي هوښيار وو؛ په دې ګرمه هوا کې دا د خلکو لپاره خورا ګټور وو او زده کونکو په لیوالتیا سره شیان زده کول.»

د ښوونې برخې کارپوهان وايي، که محلي ټولګي وتړل شي، ماشومان به له زده کړو زړه توري شي او سختو کارونو ته به مخه کړي.

د ښوونې برخې کارپوه، جمال الدین سلیماني وويل: «دا مسله ماشومان له ښوونځي زړه توري کوي، ځکه چې دې ټولګيو د هڅونې وسايل هم ورکول. زرګونه ماشومان به له زده کړو بې برخې شي او سختو کارونو ته به مخه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

تر دې مخکې یوشمېر نورو مرستندویه بنسټونو هم په افغانستان کې د خوراکي توکو، پوهنې او روغتیا په برخو کې د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام