د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب سلاموطندار ته وايي چې تراوسه یې د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۳۵۳۴۱ سوالګر ټول کړي چې له ډلې یې ۱۳۲۸۱ سوالګرې مېرمنې دي.
د نوموړې په وینا، د ټولو سوالګرو له ډلې ۱۴۳۶۴ یې د مرستو لپاره مستحق ګڼل شوي او پاتې ۲۰۹۷۷ یې مسلکي پېژندل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې مستحق سوالګر یې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندلي دي. نوموړي وویل: «۳۵۳۴۱ سوالګر ټول شوي چې له ډلې یې ۱۳۲۸۱ مېرمنې، ۱۶۳۶۳ ماشومان او ۵۶۹۷ یې نارینه دي چې چې ترمنځ یې ۱۴۳۶۴ یې مستحق سوالګر او پاتې ۲۰۹۷۷ یې مسلکي دي چې مستحق یې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندل شوي.»
بلخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستو رییس الیاسخېل ناصري وايي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازولۍ له لوري د هېواد په پنځو زونونو کابل، بلخ، کندوز، کندهار او هرات کې څه باندې ۱۳۰۰۰ سوالګرې مېرمنې مستحقې ګڼل شوي او معاش ورته ټاکل شوی دی.
د نوموړي په وینا، یوازې کابل کې له ۳۰۷۰ سوالګرو سره مرستې شوې دي. هغه وویل: «موږ یوازې کابل کې له ۳۰۷۰ سوالګرو سره مرستې کړي او پنځه زونونه چې کابل، کندهار، بلخ، هرات او کندوز دي، ۱۳زره سوالګر چې مستحق وو، مرستې مو ورسره کړي دي.»
هغه زیاتوي چې د سرپرست حکومت د مشر هبتالله اخندزاده د فرمان له مخې، تراوسه په ۳۳ ولایتونو کې هره میاشت هر سوالګر ته ۸۵۰۰ افغانۍ د مرستې په توګه ورکول کېږي.
کورنیو چارو وزارت او افغاني سرې میاشتې ټولنه داسې مهال سوالګرو مېرمنو ته د معاش ورکړې خبر ورکوي چې له شاوخوا ۲۸ مېرمنو سره د سلاموطندار مرکې ښيي چې دې مېرمنو تراوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.
یوه سوالګره مېرمن سلاموطندار ته وايي چې بایومټریک شوې، خو تراوسه یې هېڅ راز مرسته نه ده ترلاسه کړې. «په ټول ژمي کې راسره هېڅ مرسته نه ده شوې، خاوند مې ناروغ دی، کور کې پروت دی او اړه یم چې دلته کېنوو او سوال وکړو.»
د کابل په ټکنده غرمه کې ۵۰کلنه شفیقه چې دا یې مستعار نوم دی او یوه نسخه یې په لاسه کې ده او د یوه درملتون مخې ته له خلکو سوال کوي، وايي چې د اړتیا له امله یې سوال کولو ته مخه کړې ده.
دغه مېرمن چې د پنځو یتیمو ماشومانو سرپرستي پر غاړه لري، وايي چې تراوسه یې هېڅ ډول مرسته او معاش نه دی ترلاسه کړی.
هغې وویل: «پنځه یتیمان لرم، د ډوډۍ خوړلو لپاره هېڅ هم نهلرم هر شېبه ژاړي او له ما ډوډۍ غواړي. پلار یې چاودنه کې معلول شو او وروسته یوه ځانمرګي برید کې شهید شو. له دولت غواړم چې راسره مرسته وکړي، له دولت هېڅ غوښتنه نهلرو، ځکه موږ سره مرسته نه ده کړې له خدای پرته.»
بلخوا د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه بله سوالګره بيبي امنه چې د خپل خاوند ترڅنګ ناسته ده او د هغه د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي، وايي چې بایومټریک شوې، خو تراوسه یې مرسته نه ده ترلاسه کړې. د نوموړې په وینا، له دې ژونده ورته مرګ غوره دی.
هغې وویل: «خاوند مې درې کاله کېږي چې سکته مغزه یې کړې او فلج دی. یک زوی لرم اورمېږ یې مات دی، نشي کولای چې کار وکړي، له مجبوریته راوتلې یم. درې کاله کېږي چې له سهار تر ماښامه سوال کووم، له خدایه مرګ غواړم، هره ورځ مې مخې ته ښځې تېرېږي او ماته ګوري.»
۳۳کلنه شازیه چې له خپلو دوو اولادونو سره د کابل په یوې سیمه کې د سړک تر غاړې سوال کوي، وايي، معاش یې نه دی ترلاسه کړی او په وینا یې، که معاش ورته وټاکل شي، هېڅکله به سوال ونه کړي.
هغه وویل: «خاوند مې شپږ میاشتې کېږي چې ایران ته تللی او ماته د اعصابو تکلیف پیدا شوی. خاوند مې زنګ وهلی و چې قاچاقبر نیولی یم او نور ترې احول نهلرم. اولادونه مې پلاسټیکونه ټول او ط نیولي و چې ګواکې سوالګر دي، اړ شوم چې پر کور یې کېنوم او خپله مې له دې لارې څه برابر کړم.»
یوه بله سوالګره مېرمن چې د مرستې غوښتنه کوي، وايي، که د دوی د سوال مخه ونیول شي او معاش ورته ورنه کړل شي، اړ دي چې خپل اولادونه وپلوري.
«پخوا ماشومان ورک او غلا کېدل یا کورنۍ به یې اړ کېده چې خرڅ یې کړي، چې ډوډۍ نه وي، اولاد څه کړو، له بېوزلۍ به یې ماشومان خرڅول، له لوږې دلته کېنم.»
بلخوا د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې هېواد کې بېوزلي، وزګارتیا، بېسوادي او کورنۍ جګړې له هغو لاملونو بولي چې له کبله یې ښځې سوال کولو ته اړ اېستل شوي دي.
دوی وايي چې سوالګرو مېرمنو ته د سرپرست حکومت له لوري د معاش ټاکل نیمګړی پروګرام دی او په وینا یې، له کار د ښځو مخنیوی له امله به د سوالګرو مېرمنو شمېر نور هم زیات شي او دغه پروګرام د اوږدمهال لپاره د پام وړ پایلې نه ورکوي.
د ښځو حقونو فعالې ډیوې پتنګ سلاموطندار ته وویل: «له بدهمرغه چې ډېر حکومتونه راغلل او سوالګرو ته یې پام ونه کړ. دوی د مجبوریت له امله دې کار ته اړ شوي او دا د حکومت دنده ده چې دوی د کار زمینه برابره کړي، په ځانګړې توګه بېسرپرسته مېرمنو ته، څو د سوال مخه ونیول شي. سرپرست حکومت چې تل وايي، د ښځو حقونو ته پابند دی، نو د دوی ستونزو حل لپاره دې یو کار وکړي.»
د ښځو حقونو یوه بله فعاله حسنا روفي وايي چې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو بندیز لامل شوی چې یو شمېر لوستې مېرمنې هم سوال کولو ته مخه کړي.
هغې وویل: «دولت دې برخه کې مسوول دی او موږ د دې شاهدان یو چې لوستې مېرمنې هم سوال کولو ته مخه کړې ده چې د ټولو رېښې یې په فقر کې دي. دولت یې باید مخه ونیسي، بېلابېلو سکټورونو کې دې شامل کړي او د کار زمینه دې ورته برابره کؤي.»
که څه هم د کورنیو چارو وزارت کابل کې د سوالګرو ټولولو بهیر له بشپړېدو خبر ورکوي، خو لا هم د کابل په بېلابېلو سیمو کې لیدل کېږي چې مېرمنې له خلکو سوال کوي او لوستې ښځې هم پهکې شاملې دي.
هېواد کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیز، د کاري زمینې نشتون، بېوزلي او وزګارتیا له هغو لاملونو ګڼل کېږي چې له کبله یې مېرمنې سوال کولو ته مخه کړې ده.