کابل کې یوشمېر بېوزله کورنۍ وايي چې د خپلو اولادونو د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو برابرولو توان نهلري.
د کابل اوسېدونکې بنفشه د شپږو ماشومانو مور ده. نوموړې سلاموطندار ته وايي چې د وزګارتیا او بېوزلۍ له امله ډېری وخت خپل اولادونه نهشي مړولی. هغه چې یوه نمجن کور کې ژوند کوي، د کورنۍ سرپرست هم نهلري.
بنفشې سلاموطندار ته وویل: «خپله تلم او کورونو کې مې کار کاوه. یوه ورځ شته او شل ورځې کار نشته. دغه پورته پوړ کې زموږ ګاونډۍ خپله سړه ډوډۍ لاندې اچوي او اولادونه مې په منډه ځي، راوړي یې او خوري یې. کله هم خپله پاتې ډوډۍ موږ ته راکوي.»
په ورته مهال دغه بېوزله کورنۍ شکایت کوي چې لاهم د اسلامي امارت لهخوا ورسره مرسته نه ده شوې. صابر بیا د کابل د شکردرې ولسوالي اوسېدونکی دی او د ۹ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده.
نوموړي وویل: «تراوسه مو مرسته نه ده ترلاسه کړې، ډېره مرسته وشوه، خو موږ ته نه ده رارسېدلې. موږ کرايي کور کې ژوند کوو، خو دا مرستې موږ ته نه دي رسېدلي. کله حیران شم چې څه وکړم، ډېری وخت وچه ډوډۍ خورو، څو ژوندي پاتې شو. بله چاره نهلرو.»
په ورته وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، یوه پلاوي یې قطر ته د سفر پرمهال د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت سره خبرې کړي او ښايي یاد هېواد افغانستان کې بېوزله کورنیو سره مرسته وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی وویل: «په دې سفر کې د بریټانیا سفارت د بشردوستانه مرستو د لېږد په اړه هم خبرې شوي. د بېوزله خلکو د لاسنیوي برخه د همکاري ژمنې راکړل شوي، څو هغه پروژې چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه یې لري، سفارت ورسره همکاري وکړي. لیدنې روانې دي، څو خلکو سره مرستې وشي.»
بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي اقتصادي بحران څخه د زیانلیدونکو کچې کمېدو لپاره په شفاف ډوله د بشري مرستو پر وېش ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبوالوافي نایبزي سلاموطندار ته وویل: «د بشردوستانه مرستو جلب کولای شي خلکو سره مرسته وکړي. کله چې مرستې کمې شي، د خلکو فقر زیاتېږي. نو اړتیا ده چې هېوادونو سره تعامل او اړیکې ولرو، څو د مرستو کچه لوړه شي. دا یوازې هغه څه دي چې لنډ وخت لپاره د اقتصادي ناورین مخه نیولی شو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې تېره ورځ د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، افغانستان دامهال تر ټولو ستر بشري بحران سره مخ دی او ۲۸ میلیونه افغانان روان کال بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.