Asset 1SWN

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ټول‌شموله حکومت جوړېدو ته ژمن دی

توماس-نیکلسن-و-مولوی-عبدالکبیر-q32ezdd97n16n9bhm40bvzrfdvcmlc54xf4o8g305k

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت دې له حکومت نه دباندې پر کارپوه او تکړه افغانانو مشورې واورې؛ ځکه په خبره یې، مخکینی حکومت همدغه انحصار له منځه یووړ. عبدالکبیر په دې لیدنه کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو او حکومت کې د مسلکي کسانو پر نیولو ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي، «هغه څه چې په دې لیدنه کې نوي و، د افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي ټینګار و.»

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ برخه کې ښه ګامونه اوچت کړي او په ادارو کې د تېر حکومت او ټولو ولایتونو، قومونو او لوریو اړوند کسان کار کوي.

بله‌خوا د پوهنتون استاد سیدشفیق‌الله سادات وايي: «اسلامي امارت نړیوالو فشارونو او ډیپلوماټیکو اړیکو ته په کتو دې اند ته رسېدلي چې داسې پر مخ نه‌ شوو تللی او باید یوه ټول‌شموله حکومت ته غاړه کېږدو چې ملي او نړیوال مشروعیت ولري. د ځینو ډلو له لوري یې هڅې کېږي. دا چې د دولتونو او نړیوالو بنسټونو استازي راځي او اسلامي امارت سره خبرې اترې کوي، ورته خوشبین یم. څو ورځې کېږي چې وضعیت داسې دی چې ښايي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.»

خو سیاسي فعال جمعه‌خان پویا بیا وايي: «اروپايي ټولنه او متحده ایالات د اسلامي امارت له حکومت څخه د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو دې پایلې ته رسېدلي چې د دغه وضعیت دوام د سیمې او نړۍ په ګټه نه دی. خو هغه تعریف چې اسلامي امارت یې د ټول‌شموله حکومت په اړه لري، زموږ او د نړیوالې ټولنې تعریف سره برابر نه دی. نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د افغانستان اوسنی مشرتابه اړ باسي، څو د ټول‌شموله حکومت جوړېدو برخه کې ګامونه اوچت کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته تل د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي، خو اسلامي امارت دا ډول څرګندونې تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام