د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې هېواد کې د سواد کچې لوړوالي په موخه له اړوند وزارتونو سره پر یوه ګډ پلان کار کوي.
د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې له اړوند وزارتونو سره هېواد کې د سواد کچې لوړوالي په موخه کار کوي او ډېر ژر به دې برخه کې عملي او ګټور ګامونه واخیستل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې زدهکړییز نظام اغېزمن شوی او ګڼشمېر مسلکي استادان او ښوونکي بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.
نږدې یو کال کېږي، هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي چې تراوسه یې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د بیاپرانستلو پرېکړه نه ده کړې.
بلخوا لطیف نظري په یاده غونډه کې وویل چې یاد وزارت پر داسې لارو چارو کار کوي چې له مخې یې، هېواد کې د بېوزلۍ کچه ټيټه او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه چې نږدې راتلونکې کې به د ټاپي پروژې عملي چارې پیل او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.
د اقتصاد وزارت مرستیال همداراز وویل، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د راجلبولو په موخه هڅې پیل شوي او په دې لټه کې دي چې هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې کچه راټيټه کړي.
د نوموړي په وینا، که څه هم نړیوالو بشردوستانه مرستو په کور دننه د خلکو یوشمېر ستونزې حل کړي، خو نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره لا ډېرې مرستې وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې ګڼشمېر خلکو خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.