په کابل او کندهار کې د روږدو کسانو د درملنې د یوشمېر مرکزونو مسوولان شکایت کوي چې د اسلامي امارت د واکمنېدو راهیسې هېڅ بنسټ ورسره مرسته نه ده کړې.

کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې د سل بستریز مرکز مسوول ښایسته حکیم وایي، د دوی کارکوونکو ته له څو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

د هغه په ​​وينا، د روږدو کسانو د درملنې له مرکزونو سره د کورنيو او بهرنيو بنسټونو نه ملاتړ د دې لامل شوى چې په کابل کې د درملنې له ٧٠ مرکزونو څخه ٤٢ یې له فعالیت څخه پاتې او يا هم له نورو لويو مرکزونو سره يوځاى کړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئح

حکیم وایي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د اروپا پارلمان چارواکو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره تراوسه کوم اقدام نه دی شوی.

فاطمه چې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې سل بستریز مرکز کې تر درملنې لاندې ده، د دغه مرکز له خدماتو شکایت کوي او وایي چې پر وخت ورته خواړه نه رسېږي.

په همدې حال کې کندهار کې د روږدو ښځو د درملنې ۲۰ بستریز مرکز مالي او اداري مدیر عبدالفتاح خالقي سلام وطندار ته ويلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دغه مرکز کارکوونکو معاش نه دي اخيستي او ناروغانو ته د درملو پرته د بستر او نور خدماتو اسانتیاوې نشته.

خالقي زیاتوي چې دغه ستونزه یې د کندهار د عامې روغتیا ریاست او عامې روغتیا وزارت سره شريکه کړې، خو تراوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

په همدې حال کې يوه ډاکټره ماه‌رخ سلام‌وطندار ته وایي، روغتيا نړيوال سازمان غواړي چې په دغو مرکزونو کې روغتيايي خدمات وړاندې کړي، خو د اسلامي امارت مسوولانو ورته ويلي، د دغه سازمان ټول خدمات باید سرپرست حکومت ته ورکړل شي، له همدې امله دغه سازمان د مرستو د حیف او میل کېدو د مخنیوي په موخه له همکارۍ ډډه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وموغوښتل چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌ په کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې په سل بستریز مرکز کې ۵۲ ناروغان بستر دي چې ۱۸ ماشومان او ۳۴ یې ښځې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام