د بادغیس ولایت محلي مسوولان وايي چې په لومړي ځل دغه ولایت کې ۲۵ زېږنتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د بادغیس د عامې روغتیا رییس محمداصف قانت سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه زېږنتونونه په مرکز او ولسوالیو کې د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس زیاتوي چې یاد زېږنتونونه د اوو میلیونه افغانیو په لګښت رغېدلي چې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق له لوري ورکړل  شوي دي.

د قانت په وینا، دغو زېږنتونونو کې به د مېندو زېږون کېږي او په رغېدو سره یې د دې ولایت د ډېری لرو پرتو سیمو کې د ښځو ستونزې هوارې شوې دي.

په ورته مهال د بادغیس د روغتیا مسوولان وايي چې په هر زېږنتون کې د مېندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یوه قابله ګومارل شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بادغیس د روغتیايي مسوولانو په وینا، دغه زېږنتونونه کولای شي چې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټيټه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام