د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر له لوري په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون دوشنبه د بندامیر ملي پارک په «ذوالفقار» جهیل کې د یوه سپین ږیري کس جسد موندل شوی چې د ژمي جامې یې اغوستي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي ارګانونو په لومړنیو څېړنو کې د دغه سپین ږیري کس له جېب څخه پیسې، یو سیټ موبایل او ټابلېټ یا درمل ترلاسه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، د دغه سپین ږیري کس پر بدن د شکنجې او ځورونې نښې نښانې نه لیدل کېږي او تراوسه یې هویت هم نه دی روښانه شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت ځواکونو دغه جسد د څېړنو لپاره مرکز بامیانو ته لېږدولی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي، څو د دغه کس د کورنۍ غړي او خپلوان پیدا او د هغه جسد ورته وسپاري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام