در‌په‌دره ژوند او د اوکراین جګړه؛ روسیه پخواني افغان ځواکونه جذبوي

فارین پالیسي یوه راپور کې ادعا کړې چې روسیې له پخوانیو افغان ځواکونو سره اړیکې نیولي او هڅه کوي چې د اوکراین جګړې لپاره یې جذب کړي.
فارین پالیسي له یوشمېر پخوانیو کومانډویانو سره چې سخت اقتصادي او امنیتي وضعیت تجربه کوي، هم خبرې کړي او په وینا یې، د دوی سخت ژوند یاده جګړه کې د هغوی ښکېلتیا ته لاره هواره کړې ده.

لوګر کې د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه او ګڼ‌شمېر تاریخي او هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي وو.

افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد وپېژندل شو

«ګالوپ» څېړنیز بنسټ د یوې نظرپوښتنې د پایلو پر بنسټ چې نن (چهارشنبه، لړم څلورمه) خپره کړې، سینګاپور د نړۍ تر ټولو امن او افغانستان تر ټولو ناامنه هېواد معرفي کړی دی.

دغه بنسټ په یاده نظر پوښتنه کې د هېوادونو له خلکو پوښتنه کړې چې ایا پر خپلو محلي پولیسو ډاډمن دي، په خپله سیمه کې د امنیت احساس کوي او په تېرو کلونو کې د غلا او برید قرباني ګرځېدلي دي؟

د خوړو نړیوال پروګرام: ګڼ‌شمېر افغانانو ته ژوند له زغمه وتلی

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې ګڼ‌شمېر افغانانو په ځانګړې توګه ښځو ته ژوند لا هم د زغملو نه دی.

دغه بنسټ نن (چهارشنبه، لړم څلورمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پانګونې رامنځته کولو پروګرام له لارې یې څه باندې لس میلیونه ښځو سره مرسته کړې ده.