په تېر یوه کال کې په ټولنیز او فرهنګي برخو کې زیاد بدلونونه راغلي دي. تر ټولو لوی بدلون چې په ټولنیزه برخه کې تر سترګو کیږي، په ټولنه کې د ښځو د فعالیت ځایګي څرنګوالی دی.

د ۱۴۰۰ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ښځو د تېرو شلو کلونو په څېر په ټولنه کې فعال حضور درلود او په بېلابېلو برخو کې یې کار کاوه، خو د اسلامي امارت په راتګ سره پر ښځو د نویو محدودیتونو له کبله په ټولنه کې د دوی شتون او فعالیت محدود شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښځو دحقونو فعالان سلاموطندار ته وایي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وړاندې، ښځې د سیاسي ګډون، کار، تحصیل، زده کړو او ګرځېدو راګرځېدو حقونو څخه برخمنې وې؛ خو اسلامي امارت په ښځو د تازه قیوداتو په وضعه کولو سره دوی څنډې ته کړې.

د ښځو حقونو فعاله راضیه بارکزۍ ۱۴۰۰ کال د ښځو لپاره خراب کار بولي او وايي چې د دغه کال په نیمايي کې دوی له خپلو اساسي حقونو څخه محرومې شوې.

 په ټولنه کې د ښځو سیاسي ګډون او د کار حق د اسلامي امارت له لوري لا هم بې تعریفه پاتي او دې برخه کې یې دریځ نه دی څرګند کړی. خو اسلامي امارت تل په ټولنه کې د ښځو پر حضور ټينګار کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي په دې اړه سلام‌وطندار ته وايي: «هغوی کار کاوه او هغه ځای کې چې ورته اړتیا وه، ګومارل شوې دي او د اړتیا پرمهال به په راتلونکي کې هم پر دندو وګومارل شي او په دې برخه کې کومه اندېښنه نشته.»

په ورته مهال په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد ښوونیز او زده‌کړه‌ییز نظام هم له لوړو او ژورو سره مخ وو، لکه پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو په تګ را تګ د محدودیت په دلیل، دا دواړه برخې د څو میاشتو لپاره بې برخلیکه پاتې شوې.

سره له دې چې دولتي پوهنتونونه له څو میاشتو وروسته د نجونو او هلکانو د درسي وختونو له بدلېدو سره بېرته پیل شول؛ خو د راپورونو له مخې د پوهنتونو پر استادانو او زده‌کوونکو د محدودیتونو لګولو، دا قشر په افغانستان کې د تحصیلي راتلوونکې په اړه اندېښمن کړی دی.

د یوه دولتي پوهنتون زده‌کړیاله شایسته عمري که څه هم پوهنتون ته له تګ خوشحاله ښکاري، خو د زده کړیالانو لپاره د یو شمېر محدودیتونو وضعه کول د منلو وړ نه بولي.

د فرهنګي وضعیت بدلونه بیا بله مسئله ده چې له شاوخوا ۲۰ کلونو وروسته رامنځته شول، په تېرو ۲۰ کلونو کې د فرهنګ غني کولو لپاره ډېر کارونه وشول.

سږکال په بامیانو ولایت کې (یوه شپه له بودا سره) او د نوموتو شاعرانو یاد لپاره ادبي برنامو ته اجازه ورنه کړل شوه او سندرغاړو ته هم امر وشو چې خپلې دندې بدلې کړي.

ښايي د نوروز لرغونی جشن چې د هېواد فرهنګي او تاریخی سمبول ګڼل کیږيو هم و نه لمانځل شي. اسلامي امارت په دې اړه وایي، سرلدې چې دوی په رسمي توګه د نوروز جشن نه لمانځي، خو ددې مراسمو مخنیوی به هم ونه کړي.

ورته مهال فرهنګي شنونکي د فرهنګي مناسبتونو له نه لمانځل کېدو اندېښنې لري او وايي؛ د هېواد د فرهنګ غني کولو لپاره باید فرهنګي ارزښتونه پیاوړي شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې اسلامي امارت د تولنیزې او فرهنګي برخو د عواملو په پیاوړتیا ټینګار کوي، خو دا چې خپلې ژمنې به څومره عملي کړې، دې ته وخت ځواب ویلی شي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

— یوشمېر ښځې د حکومت په جوړښت کې د ګډون غوښتنه کوي

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام