د افغانستان د لومړني ملي پارک بندامیر شاوخوا سیمو اوسېدونکي د دغو ساحو د ساتلو څرنګوالي په اړه پوهاوی نه لري او تل یې ګیاهي پوښښ او نور بوټي له منځه وړي.
د سیمې دوه اوسېدونکي عليحسین او سید امین ابراهیمي وايي، دغه بوټي ژمي کې د خپلو کورونو تودولو لپاره راټولوي.
په ورته وخت کې سږ کال د بندامیر د ملي پارک شاوخوا سیمو یو شمېر اوسېدونکیو د دغه پارک د څنګ پراخې سیمې په ټراکټور سره شودیاره کړي او په للمو ځمکو یې بدلې کړې دي.
د دغه پارک د شاوخوا سیمو د ګیاهي پوښښ ویجاړولو، بامیانو کې د چاپېریال ساتنې فعالانو اندېښنې راپورته کړې دي.
هغوی د دغو سیمو ویجاړول د یادې حفاظت شوې سیمې او د وحش حیات له منځه وړلو لپاره د خطر جدي زنګ بولي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه کریم فروغ وايي، د بندامیر د ملي پارک شاوخوا سیمو کې په بېسارې ډول د بوټو او وښو په راټولو سره امکان شته چې نږدې راتلونکي کې د طبیعي منظرې او ان د اوبو بند شکل کې د بدلون لامل شي.
فروغ وايي، افغانستان کې د ژويو او الوتونکيو د نسل د کمېدو لامل هم د ځنګلونو او د څړ ځايونو د له منځه تلو له کبله ده.
د بند امير ملي پارک ټوله سيمه شاوخوا ۶۲ زره هکټاره ځمکه ده چې اوسمهال يې شاوخوا سيمو کې د ماهيانو او وحشي ژويو او کمو پيدا کېدونکيو الوتونکيو ښکار کېږي.
له دې سره د باميانو د چاپېريال ساتنې رييس ابراهیم دادفر له خلکو غواړي چې د شنو سيمو په ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.