د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې یو ۱۵ کلن ځوان د ناپېژنده کسانو لهخوا وژل شوی دی.
د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي، بېګاه د محمداغې ولسوالي اړوند «سباقيخېلو» کلي کې ناپېژنده کسانو یو ۱۵ کلن ځوان د چاقو په وسیله وژلی دی.
انس زیاته کړه چې د محمداغې امنیتي او کشفي ځواګونه هڅه کوي چې د یادې پېښې عاملان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.
بلخوا د وژل شوي ځوان د کلي یوه اوسېدونکي منصور احمد سلام وطندار ته ویلي چې وژل شوی ځوان احمد مصور نومېږي او شاوخوا ۱۵ کاله عمر یې درلود.
د هغه په وینا، د وژل شوي ځوان کورنۍ له چاه سره شخصي دښمني نهلرله او حکومت باید د یادې پېښې پلټنه وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې تېره پنجشنبه هم د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې د عبدالمبین په نوم یو کس د ناپېژنده کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و.