په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا UNDP په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه یوه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د بېوزلۍ کچه دوه برابره لوړه شوې او د اړمنو افغانانو شمېر هم ۳۴ میلیونه ته رسېدلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام لیکوالې ویولاټا ډالا ویلي: «ځینې افغانان اړ شوي چې خپل کورونه، ځمکې یا نوره شتمني وپلوري، څو پیسې ومومي. یوشمېر نورو بیا له ناچارۍ ماشومان پر کار ګومارلي یا یې هم د کمعمر لرونکې لوڼې واده کړي او اوس افغانستان کې د بېوزله کسانو شمېر ۳۴ میلیونه ته رسېږي.»
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په دغه راپور کې د تېر کال په اقتصادي شاخصونو کې د افغانۍ د ارزښت ساتل کېدل، د صادراتو زیاتوالی او د کورنیو عوایدو راټولولو په څېر ځینې پرمختګونه هم یاد کړي دي.
د راپور یوه لیکوال زفیزس زناتوس په دې اړه جوړه شوې خبري غونډه کې وویل: «افغانستان لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا لري. که دا مرستې ۳۰ سلنه را کمې شي، ښايي په ۲۰۲۳ کال کې د ناخالصو تولیداتو بیه هم ۰،۴ سلنې ته راټیټه شي.»
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب که څه هم د افغانانو بېوزلي مني، خو د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دا شمېرې ناسمې بولي او وايي، یاد پروګرام د بودیجې ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر په بېساري ډول لوړ ښیي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیزونه لګولي او مرستندویه موسسو هم ویلي چې دا پرېکړه به افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر له ننګونو سره مخامخ کړي.