د عربي متحده اماراتو د وېزې متقاضیانو نن د وېزو نه ورکړې په غبرګون اعتراض وکړ. دغه معترضان چې زیاتره یې سوداګر دي وایي، د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې افغانستان ته راغلي خو اوس اته میاشتې کېږي چې عربي متحده اماراتو ته له تګ نه پاتې دي.
اعتراض کوونکي وايي چې یوه میاشت مخکې یې خپلې غوښتنې په یوه مکتوب کې د اماراتو سفارت ته استولي خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. د اعتراض کوونکو استازي مومنیار رحماني سلام وطندار ته وویل، چې د اعتراض کوونکو کورنۍ، سوداګري او کاروبار په متحده عربي اماراتو کې پاتې دي او دوی دلته بې برخلیکه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې اته میاشتې کېږي چې په متحده عربي اماراتو کې له خپل کارکوونکو او کاروبار په اړه خبر نه دي، دوی له دغه هېواد څخه غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د متحده عربي امارتو له خوا د ویزو نه ورکړه سیاسي مسله بولي. د یاد بنسټ د نړیوالو اړیکو امر امید غفوري وايي چې دوی څو ځلې د یاد هېواد له سفارت څخه غوښتنه کړې چي د سوداګرو د ویزو ستونزې حل کړي خو دغه سفارت یوازې له دوی سره ژمنه کوي چې ستونزې به یې حل شي خو تراوسه یې لازم اقدامات نه دي کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
وموغوښتل چې په دې اړه د عربي متحده امارتو سفارت او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو د پرله پسې اړیکو سره سره هم بریالي نه شو.
د یادونې وړه چې د تېرو شلو کلونو پرمهال ۴۶ سفارتونو په افغانستان کې فعالیت درلود او په نورو هېوادونو کې د افغانستان شاوخوا ۷۱ سفارتونه او قونسلګرۍ فعالي وې، خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او اسلامي امارت په راتګ سره ډېرو هېوادونو خپل سفارتي فعالیتونه ودرول چې د ویزوغوښتونکو لپاره په افغانستان کې ستونزې رامنځته شوي.