د ترکیې اناتولي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خلوصي اکار پرون ورته ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوې دي.
نوموړي ویلي چې په دغو الوتنو کې «ډیپلوماټان او یوشمېر افغانان» له افغانستان څخه اېستل شوي دي.
د خلوصي اکار په وینا، د ترکيې او د ناټو غړیو هېوادونو یوشمېر ځواکونه اوس د کابل هوايي ډګر د امنیت او نظم مسوولیت لري.