د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم مصري د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال مجید تخت روانچي سره په نوي ډیلي کې د چابهار بندر د پراختیا او بیارغونې، اقتصادي ودې او د اړیکو پراخولو په اړه خبرې کړي دي.
په دې خبرو کې دواړو لوریو له افغانستان سره د سیمې پر سوداګرۍ هم بحث او ټينګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د دې لپاره چې افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ ترانزیټي لویه لاره شي، د زیربناوو پراختیا او معیاري کول یو مهم او اړین ګام دی.
د دې خونې د بورډ غړی خانجان الکوزی سلام وطندار ته وايي: «افغانستان کې ټولې زمینې برابرې دي. فساد نشته، امنیت دی. قانوني او حقوقي ستونزه نشته په ګرنټۍ سره هېوادونه افغانستا ته توکي راوړی شي او مرکزي اسیا، هندوستان او نورو برخو ته ولېږدوي، خو زېربناوې چې ایران او شمال کې دي او د افغانستان لپاره د اوسپنې پټلۍ نشته، څو تر کابله سرکونه نارمل وي، خو د نړۍ معیارونه افغانستان کې نشته.»
یوشمېر کارپوهان وايي، هند د چابهار بندر په پراختیا سره د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي په لټه کې دی او په سیمه کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ پراخوي.
اقتصادي کارپوه محمدنبي افغان وویل چې سرپرست حکومت کولای شي، له اوسنيو سیمهییزو فرصتونو او هڅو په استفادې د معیاري زیربناوو په جوړولو او پراخولو سره افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ ترانزیتي لویه لار وګرځوي.
هغه وویل: «د چابهار بندر له لارې موږ کولای شو چې د ځینو هېوادونو له انحصار خلاص شو او خپل اقتصاد ته وده ورکړو. سوداګریز ارتباط پراخ کړو او نړۍ ته نور هم نږدې شو او دا افغانستان ته ښه فرصت دی. امارت باید ډاډ ورکوي د هېوادونو اندېښنو ته؛ افغانستان کې باید فرصتونه رامنځته شي.»
هند، ایران او افغانستان اته کاله وړاندې د چابهار بندر د پراختیا او له دغه بندر څخه د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړ.
د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار بندر افغانستان د عدن خلیج او عربي سمندر له لارې د هند له سمندر سره نښلوي.