کډوالي د انساني ډلو له جوړېدو راهیسې تر دې مهاله روان دی چې د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو بدل شوی دی. دا ښکارنده د جمعیتونو د بدلون او تحول له مهمو عواملو ګڼل کېږي او د فردي او انساني ټولنې د بدلون لامل شي.
دغه راپور د یوه کس ودې او فردي وړتیاوو ډېروالي کې د کډوالۍ پر ونډې راټول دی. په راپور کې له لسو ځوانانو سره خبرې شوي چې کابل کې ژوند کوي او درې یې، نجونې او اووه یې، هلکان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه ځوانان وايي چې د کډوالي ستونزو ترڅنګ دوی ته د دې زمینه برابره شوې چې وده وکړي او د تېر په پرتله یې، پر ځان باور ډېر شوی دی.
د دوی په وینا، په کډوالي کې نوي فرهنګ او ټولنې سره مخ شوي او لامل شوی چې مهارتونه زدهکړي او بدلون پکې راشي.
صنوبر پارسا دوه کاله کېږي چې ایران کې ژوند کوي. دا وايي، له کورنۍ لرې او له نوي فرهنګ او انسانانو سره مخ کېدل، یې، پر شخصیت اغېز کړی او دا چاره لامل شوې چې ژوند ورته جلا مانا ولري. «د شخصیت له اړخه مې بدلون کړی، کډوالي لامل شوې چې ډېرو څه په اړه بېل نظر ولرم او جلا لیدلوری ولرم.»
د ژوند سبک بل هغه څه دي چې د کډوالي له امله پکې بدلون راتللی شي. صوبر وايي، له کډوالي وړاندې به کورنۍ سره چکر ته تلله، خو اوس یې، یوازیتوب سره عادت کړی دی.
هغه وویل: «وړاندې له دې چې کډواله شم له کورنۍ سره مې ژوند کاوه او راټولېدوو به؛ خو کډوالي لامل شوه چې یوازیتوب سره بلده شم او یوازې ژوند وکړم او دا مې پر ژوند ښه اغېز درلود.»
عمران بیا پاکستان، ایران او هند کې کډوالي کړې. هغه وايي، کډوالي ورته دا انګېزه ورکړه چې پر ځانبسیا شي او پرمختګ وکړي. «کله مې چې کډوالي وکړه، ومې لیدل چې هېوادونو څومره پرمختګ کړی، له دې اغېزمن شوم چې موږ ولې دومره پرمختګ نهدی کړی او دې مې پر شخصیت اغېز وکړ او له همدې امله ډېره هڅه کوم.»
د عمران په وینا، کډوالي د دې لامل شوې چې دا خپلې اړتیاوې په سمه توګه وپېژني او ارزښت ورکړي. «کله چې یو څوک کډوالي کوي او ستونزې ویني، خپلې اړتیاوې سنجوي چې څه ته اړتیا لري او هلته کولای شي چې کس خپل شخصیت جوړ کړي او پر ځان کار وکړي.»
یاد ځوانان همداراز زیاتوي چې کډوالي د نویو ټولنیزو، تحصیلي او حرفوي مهارتونو زدهکولو فرصتونه لري چې د یوه کس پر ځان د باور لامل کېږي.
بشیر فروغ د زدهکړو لپاره کډوالي کړې، دا وايي: «پر دې بریالی شوم چې نوي زدهکړییز مهارتونه زدهکړم او مهارتونه مې لوړ کړم. شخصیتي برخه کې هم بدلون راغلی چې نویو کسانو سره پېژندګلوي ده.»
له دې سره کډوالي ځینې ستونزې هم لري چې نوې ټولنې او فرهنګ او چاپېریال سره مخکېدل.
شمسالدین نبيزاده چې تازه افغانستان ته راغلی، وايي: «کډوالي مثبت او منفي اغېز لري او منفي اغېزې یې ډېرې دي؛ له زدهکړو لرې او د ژوند عادي بهیر اغېزمن کوي چې کس اړ دی د یوه بل هېواد تر قانون لاندې ژوند وکړي.»
سونیا محمدي چې اوس په یوه اروپايي هېواد کې ژوند کوي، وايي: «کله چې یوه بل هېواد ته ځوو، هغه ارزښت چې خپل هېواد کې لرو، بل هېواد کې نشته او اړ یوو چې هڅه وکړو، څو د دوی ټولنې سره یوځای شو چې دا وخت ته اړتیا لري.»
بلخوا د کډوالي حقونو فعالان وايي چې کډوال د فرهنګي او شخصیتي برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي چې له دې ستونزو سره مبارزه د یوه کس د بدلون لامل کېږي.
د کډوالي حقونو فعال اصفه بارکزی وايي: «کله چې یو کس نوي چاپېریال ته ځي او هر څه نوي دي، جلا شخصیت زدهکوي او دا لامل کېږي چې فکري ارزښت یې، بدلون ومومي.»
ټولنپوهان وايي چې کډوالي یو کس پخوي او د منلو مهارتونه یې، پیاوړي کوي. ټولنپوه ذکریا بارکرزی وايي: «کډوالي چې کېږي، یو ډول ټولنیز تعاملات جوړېږي چې اوسني عصر کې فرهنګي تعاملات جوړېږي او هرې ټولنه کې بدلون راغلی دی.»
افغانستان د نړۍ په کچه د کډوالو هېوادونو په سر کې راځي چې هره ورځ سلګونه کسان په قانوني او قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ زړه ښه کوي.