د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالي کې ناپېژنده کسانو د «مالګې» د یوه کان درې کارکوونکي په مرموز ډول وژلي دي.
د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند حمیدالله «بتشکن» سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو بېګاه شپه په دولتاباد ولسوالي کې د مالګې د یوه کان دوه کارکوونکي او یو مسوول یې وژلي دي.
د «بتشکن» په وینا، ناپېژنده کسانو د یادو کارکوونکو له وژنې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې هم د دغه ولایت د اقتصاد رییس د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی و.