وروسته له هغې چې امریکا په یوه هوايي برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وواژه، نن د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې زرګونه افغانان  لارو او کوڅو  ته راووتل او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.

لاریون کوونکو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او د دغه هېواد له لوري یې په کابل کې وروستی هوايي برید وغانده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال دغه لاریون کوونکي چې په کابل، خوست، بادغیس، ننګرهار او یو‌شمېر نورو ولایتونو کې لارو او کوڅو ته راوتلي و، له ځان سره یې «مرګ پر امریکا» جوبایډن! دروغ بند کړه» شعارونه لېږدول، له امریکا وغوښتل چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

بل‌خوا کابل کې هم یو‌شمېر لاریون کوونکو د امریکا پر ضد لاریون وکړ او «امریکا! درواغجنه او شرمېدلې ده» «مرګ د امریکا پر ملاتړ کوونکو او مرګ پر ای‌اېس‌ای» شعارونه ورکول. دوی وايي چې پاکستان باید د افغانستان په زیان خپل هوايي حریم د بهرنیو په خدمت کې ورنه‌کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد ځواکونو کابل ښار کې د القاعده مشر ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام