د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې دامهال هېواد کې له ۱۸۰ کوچنیو او لویو کانونو څخه د استخراج چارې روانې دي.

د یاد وزارت مسوولانو نن شنبه، وږي ۳۱مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد وزارت ویاند همایون افغان دې پروګرام کې وویل چې د هېواد په ۱۶۷ کوچنیو کانونو کې د څه باندې ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه شوې او په ۱۳ لویو کانونو کې په تدریجي ډول د ۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګونې زمینه برابره شوې.

هغه وویل: «په ټولیز ډول ۱۶۷ واړه کانونه شته چې له ۸ تر ۱۰ میلیارده افغانۍ پرې پانګونه شوې. دغه‌راز د لویو کانونو په برخه کې هم ۸ میلیارده امریکايي ډالره پانګونه شوې چې دا پانګونه په تدریجي ډول کېږي او شرط یې دا دی چې وروستۍ پروسس یې په افغانستان کې وشي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د تېر يوه کال په موده کې پنجشېر کې د زمرُدو کان شاوخوا ١٧٠٠ سيمې سروې او تثبيت شوي او د قانوني استخراج لپاره يې ۵۷۵ جوازونه صادر کړي دي.

مسوولان زیاتوي چې تېرکال د څه باندې ۵،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸زره قیراط زمرُد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي.

د دوی په خبره، تېرکال د ۲۴ میلیون ډالرو په ارزښت د فاریاب په «اندخوی» ولسوالۍ کې د ۱۴ کیلومتره د مالګې کان د استخراج تړون د ۱۵ کلونو لپاره او د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تخار د ډبرو کان د استخراج تړون له یوه کورني پانګوال سره لاسلیک شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل، دامهال د افغانستان په کانونو کې ۱۵۰ زره کسان پر کار بوخت دي. «شاوخوا ۱۵۰زره کسان د افغانستان کانونو کې پر کار بوخت دي چې ډېر یې، د ډبرو سکرو، د قیمتي ډبرو لکه د زمرد په کان کې فعالیت لري. همداراز ۱۳ لویو کانونو کې چې تړونونه یې، تېرکال شوي او تېرو پروژو لکه د مس‌عینک، او نفت ګاز کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول کار کوي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو دا هم وویل چې د قشقري، انګوت او اقچه‌دریا له ۲۱ ساحو څخه د نفتي توکو د استخراج پروسه روانه ده چې هره ورځ له دغو ساحو ۱۳۰۰ ټنه خام تېل استخراجېږي.

دوی زیاته کړه چې د جوزجان «یتیم‌تاق» سیمه کې د ګازو د ۳۳ او ۳۵ نمبر څاګانو د کېندلو تړون هم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شوی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د قیمتي ډبرو د قانوني استخراج لپاره د طرزالعملونو ترتیب، غوښتونکو شرکتونو ته د منرالونو د پروسس په برخه کې د ۵۲ جوازونو وېشل، په یوشمېر ولایتونو کې د ۱۲ مهمو پروژو د کار جریان، د کانونو د قانون تدوین، د هایدرو کاربن او د ټاپي پروژې د استملاک قانون، د ۶۴۷ کانونو د ساحو سروې، د ۴۱ طرزالعملونو ترتیب، له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ د ۸ هوکړه لیکونو لاسلیک او یو شمېر نور موارد په تېر یوه کال کې د کانونو او پټرولیم وزارت له نورو لاسته‌راوړنو څخه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام