Asset 1SWN

سلام وطندار

د ننګرهار کانال سږ کال ۱۹۰۰ ټنه د مالټو حاصلات ورکړي

Malta-ozndltlci9zjwi9bgg9gnspqyasf3hmqghhm7grlvs (1)

 

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولان وايي، اټکل دی چې سږ کال به د دغه ولایت د کانال د مالټو باغونه شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه مالټې حاصلات وکړي.

د یادې ادارې ویاند همایون غریبمل سلام‌وطندار ته وویل، تېر کال دغو باغونو شاوخوا ۱۵ سوه ټنه مالټې کړې وې.

غریبمل وايي، سږ کال یې د کانال پر ۴۳ هکټاره ځمکه د مالټو شاوخوا ۱۵زره نوي نیالګي کېنولي چې په راتلونکيو څو کلونو کې به په حاصل راشي.

د کانال د ریاست ویاند زیاتوي چې د نویو کېنول شویو باغونو په رسېدو سره به تر ډېره د پاکستانیو مالټو د راتلو مخه ونیول شي.

ننګرهار  کې د کانال ادارې پر څه باندې ۶۰۰ هکټاره ځمکه د مالټو باغونه شته چې بېلابېل ډوله مالټې لري.

د مالټو دغه باغونه حکومت ۱۲ شرکتونو ته په اجاره ورکړي دي؛ خو د باغونو اجاره داران وايي، یو شمېر زورواکي او غله په رڼا ورځ او شپه په زور ترې مالټې وړي.

دوی وايي، حکومت یې خبر کړی چې د دوی پر باغونو چور ګډ دی؛ خو تر اوسه یې دغه ستونزه نه ده حل شوې.

اجاره داران وايي، که حکومت د غلو او زورواکو مخه ونه نیسي، نو دوی به زیانمن کړي.

داسې راپورونه هم شته چې د ننګرهار مالټو رسېدو سره سم ځینې سوداګر له پاکستانه مالټې راوړي او دلته یې د ننګرهار د مالټو په نوم پلوري چې دې چارې په کور دننه د مالټو بازار خراب کړی او بڼوال یې اندېښمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام