د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي، د کابل ـ هرات شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره لویې لارې د بیارغاونې چارې یې پیل کړي او د دغې لارې بیارغاونه یې له اساسي کارونو څخه ده.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وویل، لومړي پړاو کې د کندهار ـ زابل ترمنځ سړک رغول کېږي او دویمه برخه کې به له زابل څخه تر کابل پورې د دې لویې لارې د بیارغاونې چارې پیل شي.
هغه وویل، له کندهار څخه تر زابل پورې به د دغه سړک پر بېلابېلو برخو کې چارې پیل شي، ترڅو په چټکۍ سره پرمخ لاړ شي.
هغه زیاته کړه چې هڅه کوي د دغه سړک چارې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي، ترڅو پر لويې لارې ټرانزیټي ستونزې رامنځته نهشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د کابل – هرات سړک جوړولو په جریان کې، له کندهار څخه تر زابل پورې د سړک جوړولو کار په اساسي ډول پیل شو. د هغه په وینا، یاد سړک به په معیاري ډول د اسلامي امارت په خپله بوديجه بیاورغول شي.
د کابل- هرات لویه لار چې له میدانوردګ، غزني، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو تېریږي، د افغانستان د ولایتو او د سیمې هېوادونو لپاره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت له پلوه مهمه بلل کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د رپوټونو پر بنسټ، د کابل ـ هرات لویه لار شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د امریکا، جاپان او سعودي عربستان د ۱۸۰ میلیون ډالرو په مرسته ورغول شوه.
خو تېرو دوو لسیزو کې د دغې لویې لارې لویه برخه د جګړو، د مسوولانو نه پام او د درنو وزن لرونکو موټرو تګ راتګ له امله ویجاړه شوه.