Asset 1SWN

سبا د تورخم دروازه بېرته پرانېستل کېږي

tur

د ننګرهار ولایت چارواکو خبر ورکړی چې سبا د کب څلورمه، د پنجشنبې ورځ به د تورخم دروازه بېرته پرانېستل شي.

په همدې حال کې اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت هم پر خپل ټویټر لیکلي چې سبا به د تورخم دروازه د مسافرو، سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره بېرته پرانېستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت د سلواغې په دېرشمه، د یکشنبې شپه د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ وتړله.

د تورخم بندر کمیسار محمدصدیق خالد هغه مهال ویل و چې یاده دروازه یې د پاکستان له لوري پر خپلو ژمنو د نه عمل له کبله د لوړپوړو چارواکو د لارښوونې پر بنسټ تړلې ده.

مسوولانو دا نه و ویلي چې ولې یې یاده دروازه تړلې، خو وروسته پر ټولنیزو رسنیو په تورخم کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو خبرونه لاس په لاس شول.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تورخم دروازه داسې مهال بېرته پرانېستل کېږي چې نن د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف په ناڅاپي ډول د یوه پلاوي په مشري افغانستان ته راغلی او دلته یې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام