Asset 1SWN

سلام وطندار

نورستان کې چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

EZ5XNiFWkAAzw7M

د نورستان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د یاد ولایت د والي ویاند سیف‌الله لټون ویلي چې پېښه نن شنبه د غبرګولي شپږمه د نورستان د وانټ‌وایګل ولسوالي د «سامګل» په دره کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل بیا ټپي شوی دی.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم د هېواد په ډېری سیمو او ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

څو ورځې وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» ویلي و چې تېر ۲۰۲۲ کال کې یوازې ۷۰۰ ماشومان له جګړو د پاتیو ناچادو توکو د چاودنې له امله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو څه موده وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي و غزني، زابل، هلمند، کندهار، کونړ، نورستان، پکتیا او پکتیکا کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر ناچاودېدونکي توکي شتون لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اړوند د ماینونو د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل سلام‌وطندار ته ویلي و، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰۰ کیلومټره مربع سیمه پر ماینونو پوښلې چې د پاک‌کاري لپاره یې هر کال ۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې درې نړیوالې او شپږ کورنۍ موسسې چې ۶۰۰۰ کارکوونکي لري، د هغو سیمو پر پاک‌کارۍ بوختې دي چې د جګړو له امله پر ماینونو پوښلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام