د اروپايي ټولنې مرستیال د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره د لیدني پرمهال ویلي چې اروپايي ټولنه به په پلازمېنه کابل کې د یو لړ ودانیزو پروژو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د اروپايي ټولنې مرستیال له کابل ښاروال سره د لیدنې په ترڅ کې ویلي، غواړي له کابل ښاروالۍ سره په یوشمېر ودانیزو پروژو کې همکاري وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ له بیاپرانستل کېدو وروسته، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مرستیال ارنولډ نن د کابل له ښاروال عبدالرشید سره لیدلي دي.
کابل کې د اروپايي ټولنې مرستیال د ودانیزو پروژو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
وروسته له هغې چې د کابل ښاروال له اروپايي ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه، ارنولډ ویلي چې اروپايي ټولنه به په پلازمېنه کې د پراختیا کچې لوړولو او همداراز د ودانیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.
هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله کابل د اروپايي ټولنې استازولي څو میاشتې تړلې وه چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې بېرته پرانستل شوه.