د چین د برښنايي موټر جوړولو شرکت «ژي‌پینګ» مسوولان وايي چې راتلونکی ۲۰۲۵کال به څه باندې ۶۰۰۰ کارکوونکي پر دندو وګوماري.

د دغه شرکت بنسټګر  او اجراییه مشر «هي‌ ژي‌ووپینګ» دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، ډسمبر ۳۱مه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي تمه ښودلې چې ۲۰۲۵کال کې به د بازار سیالي سخته وي او د بیو جګړه به د جنورۍ له لومړۍ پیل شي. د ژي‌‌پینګ موټر جوړولو شرکت د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې بازار لري او هوډ لري چې نوی کال خپل بازار پراخ کړي.

د هي‌ ژي‌‌ووپينګ په وینا، د نویو کارکوونکو په ګومارنې سره به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خپل بازار شمېر ۶۰ ته ورسوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

چین د برښنايي موټرو د تولید په برخه کې د نړۍ له مخکښو هېوادونو دی چې د امهال پکې ګڼ‌شمېر شرکتونه بېلابېل ډول برښنايي موټر تولیدوي او نږدې سیالي لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام