د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د خبریالانو د ازادې ټولنې ګډ کلنی (۱۴۰۰) راپور وايي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د جمهوري دورې په پرتله دوه چنده شوې دي. همدارنگه د بې‌پولې خبريالانو او د خبريالانو نړيوال فدراسيون وايي، د اسلامي امارت د واکمنۍ له پيل څخه بیا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۴ نېټې پورې لږ تر لږه ٥٠ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي بندخونو ته اچول شوي او لږ تر لږه اووه خبريالان وژل شوي دي.

 همدارنګه، د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په شپږویشتمه نېټه وویل، د دوی نظرپوښتنې ښيي چې تر ۹۰ سلنې زیات خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې ور هاخوا، د خبریالانو نړیوال فدراسیون د افغانستان له یوه رسنیز بنسټ سره په همکارۍ په خپله نظرپوښتنه کې ادعا کړې چې د اسلامي امارت له لوري د نړیوالو رسنیو پر نشراتو د بندیز پرېکړه لامل شوې چې دغه هېواد کې عمومي اطلاعاتو ته لاسرسی او د بیان ازادۍ ته ستر زیان ورسېږي. په دې نظرپوښتنه کې ۵۲ سلنه کسانو ویلي چې د مخکیني حکومت له ړنګېدو وروسته د ملي رسنیو په پرتله، نړیوالې رسنۍ ډېرې څاري. د یادې نظرپوښتنې د پایلو پر بنسټ، ۸۹ سلنه کسان هم پرهغو نړیوالو رسنیو باور لري چې له افغانستان څخه راپورونه ورکوي.

تر ټولو اړینه خبره دا چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د مارچ په ۱۸ نېټه په خپل خپاره شوي راپور کې لیکې چې په افغانستان کې له نيمايي ډېرې خصوصي رسنۍ تړل شوې یا یې خپرونې محدودې کړې دي.

دې ټولو نیوکو ته بیا د افغانستان اسلامي امارت وايي چې رسنۍ باید اسلامي ارزښتونو ته ژمنې واوسي او زیاتوي، هغه رسنۍ بندې شوي چې په بهرنیو مرستو چلېدلې.

دلته د افغان رسنیو د یوځایي سقوط پر لاملونو، د فعالو رسنیو پر وړاندې شته ننګونو او حل لارو چارو په اړه شننه لولئ.

د څېړنې تګلاره:

په دې څېړنه کې له مخامخ مرکو څخه نیولې بیا د څېړنیو تر باوري سرچینو، نظرپوښتنو او څېړنو څخه استفاده شوې ده. همدارنګه د څېړنې د بنسټ په توګه له ۴۰ راډیوګانو، ۱۱ راډیو تلوېزیونونو، دوه خبري اژانسونو، یوې ورځپاڼې، دوه مجلو او درې ډیجیټل رسنیو څخه نظر اخیستل شوی دی. دا رسنۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې دفترونه لري. د پوښتل شویو رسنیو ۵۶ سلنه فعالې، ۱۹ سلنه غیرفعالې او ۲۵ سلنه بیا نیمه فعالې رسنۍ وې. دې رسنیو ټول ټال ۸۸۷ کارکوونکي درلودل چې ۲۱۴ تنه یې ښځینه وو. همدارنګه ۹۱ سلنه دې رسنیو کوم ښکاره سیاسي تړاو نه درلود او ۹ سلنه نورې بیا د سیاسي جریانونو ملکیت ګڼل کېدې.

د نشراتو د ژبو له اړخه دې رسنیو ۸۹ سلنه  په پښتو، ۸۴ سلنه په دري، ۱۵ سلنه په انګلیسي او ۱۷ سلنه بیا په ترکمني، ازبکي، پشه يي  او نورو ژبو نشرات درلودل. د یادونې وړ دی، چې زیاترو رسنیو په پښتو، او انګلسي ژبو یوځای نشرات درلودل.

شالید:

د نړۍ په کچه د ټولنو په فکري تکامل او پرمختګ کې د رسنیو ونډه هېڅکله له پامه نشي غورځول کېدلای. په افغانستان کې له ۱۹۰۶ کال د سراج‌الاخبار له خپرېدو وروسته بیا تر دې دمه رسنۍ له لوړو او ژورو سره سره د حکومتونو د کړونو په مرکز کې قرار درلود.

د امان الله خان دوره کې بیا تر ۲۳ جریدو او اخبارونو پورې خپرېدل کوم چې د رسنیو د پرمختګ یو سترګام بلل کېږي. تر دې را وروسته بیا د ظاهرشاه تر دورې رسنۍ له ځینو محدودیتونو سره مخ وې. که څه هم د ظاهرشاه په دوره کې د رسنیو د ازادۍ اعلان وشو، خو څه ځانګړی پرمختګ رامنځته نه‌شو چې وروسته بیا د سردار داودخان او تر هغه وروسته بیا د خلقیانو او پرچمیانو تر سانسور لاندې پاتې شوې.

د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال رسنۍ بیا په بشپړ ډول د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې وې او د دولتي ټلوېزیون خپرونې هم بندې شوې. په ۲۰۰۱ کال کې د اسلامي امارت د حکومت له پرځېدو سره یو ځل بیا د رسنیو او بیان ازادۍ ته زمینه برابره شوه. په لنډ وخت کې افغانستان د رسنیو په برخه کې خورا زیات پرمختګونه وکړل. د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې ۲۰۳ ټلوېزیونونه، ۳۶۶ راډیوګانې، ۷۲ ورځپاڼې، ۳۵۴ اوونیزې، ۳۴۴ مجلې او ۷۳ خبري اژانسونه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره راجسټر شوي وو.

د رسنیو د شمېر داسې چټکه وده بیا د خپرونو په کیفیت کې نه محسوسېدله.  که څه هم دې رسنيو د حکومت پر کړنو څارنې، عامه پوهاوي، د چارو په اړه شننې او ګردي میزونه او تفریحي خپرونې وړاندې کولې، خو بیا هم د وخت د چارواکو او ځینې وخت د لیکوالو تر نیوکو لاندې وې او کله نا کله بیا ورته د قانوني چوکاټونو، اسلامي او ملي ارزښتونو د نه مراعاتولو ګوتڅنډنه هم کېدله.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه یو ځل بیا چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، په پیل کې یو څه ازادي احساسېده، خو په راوروسته څو میاشتو کې بیا رسنیو دا محسوسه ازادي له لاسه ورکړه. ‎ځینې رسنۍ وتړل شوې، ژورنالېستان له زورزیاتي سره مخ شول، معلوماتو ته لاسرسی محدود او د مالي سرچینو د محدودېدلو له امله ځینو رسینو د خپرونو کلني جوازونه نوي نه کړل.

د رسنیو پر وړاندې ګواښونه:

مالي ستونزې؛

د نړیوال بانک د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۰ کال د وروستیو میاشتو په پرتله په افغانستان کې د سړي سر کلني ناخالص عاید کچه نږدې ۳ چنده را غورځېدلې ده. د اقتصاد یو ځایي غورځېدل نه یوازې دا چې د وګړو ژوند یې اغېزمن کړی، همدارنګه په بهرنیو مرستو تکیه رسنیو ته یې هم خورا کلکه ضربه ورکړه. د بهرنیو مرستو په بندېدو او د اعلاناتو له یوځايي کمېدو سره یو زیات شمېر رسنیو خپلې دروازې وتړلې. د اسلامي امارت له راتګ څخه اووه میاشتې وروسته ۱۸۶ رسنۍ له فعالیت لاس پر سر شوي او ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسره ورکړې دي.

تر اقتصادي ضربې ورهاخوا، د حاکمو چارواکو نه لاسنیوی د دې وضعیت په لا نور خرابولو کې د یو جووت فکتور په توګه تر سترګو کېږي. د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په ۱۴ نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې له لوري له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه شوې چې هغه ۱۳۶ رسنۍ وتړي چې د جوازونو د نوي کولو لپاره یې مالیه نه ده ورکړې. د دې برخې اړونده قانون کې داسې لارښوونو وجود درلوده چې په تېر کې ورڅخه په استفادې سره لسګونو رسنیو د جواز د لګښتونو له ورکړې پرته کولای شول خپل نشرات ژوندي وساتي. خو دا ځل دا چاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ځای کورنیو چارو وزارت ته ورپه ګوته شوې چې د دې رسنیو دروازې ور وتړي.

همدارنګه په وروستیو کې د فابریکو د لاسنیوي په موخه د امارت چارواکو د لا نورو اسانتیاوو لپاره ټټر وواهه او برښنا یې ورته ۲۴ ساعتونو ته واړوله. خو نظر پوښتنې جوتوي وي چې راډیوګانې او ټلوېزیونونه د برښنا د لګښتونو د ورکړې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

بل‌خوا، رسنۍ په ځانګړې توګه محلي راډیوګانې د دایمي دفترونو له ستونزې سره مخ دي. ګڼ‌شمېر یې په شخصي کورونو کې سټوډیوګانې لري چې باید د کور مالک ته کرایه ورکړي. څنګه چې رسنۍ د دفتر او سټوډیو لپاره پراخ ځای او کله نا کله تالارونو ته د غونډو د جوړېدو لپاره اړتیا پیدا کوي، د ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې، د رسنیو د بندېدو له مالي لاملونو څخه یو هم د کرایو د ورکړې ناتواني وه چې یو زیات شمېر رسنۍ یې مالي وړتیا نه‌لري.

د مالي ستونزو د حل لارې چارې:

رسنۍ اړ دي چې د اوس لپاره درې جوازونه د دفترونو د فعال ساتلو لپاره له ځانه سره ولري، د فرېکونسۍ جواز چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې اړوندېږي، د اطلاعاتو او فرهنګ ‎وزارت جواز او همدانګه د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه د فعالیت جواز. دا جوازونه نه یوازې دا چې خورا پېچلي او له کړاوونو ډک دي، د مالي سرچینو د ضایع کېدو سبب هم ګرځي. کېدای شي دا ټولې چارې او مصارف یوازې په یوه جواز کې راټولې شي، څو دوی ته له زیاتو سرخوږیو څخه خالي او د سرچینو د ضایع کېدو سبب ونه ګرځي. د اوس لپاره د رسنیو د مالي ثبات او بیا فعالېدو په موخه اړینه ده چې مسوول چارواکي له څه نا څه نرمښت څخه کار واخلي. په تېر کې هم اړوندو قانونو د دوی د ناسم اقتصادي وضعیت ته په کتو سره له لګښتونو څخه ځینې مادې درلودلې چې کېدلای شي د سږ کال لپاره هم هغه رسنۍ چې نه‌شي کولای، د جواز د نوي کولو لګښت پوره کړي، معاف شي.

د برښنا د لګښتونو څخه د خلاصۍ او یا هم کمولو په موخه کېدلای شي، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه یونېسکو او یوناما مخکښ رول ولوبوي. د محلي راډیوګانو لپاره د سولر سېسټم بریالۍ پایلې لرلې دي. د یو مناسب میکانیزم په جوړولو سره د محلي رسنیو د پیاوړتیا او په پښو درولو په موخه کېدای شي، هرې راډیو ته سولر سېسټم فعال شي.

د ولایتونو په کچه د رسنیو لپاره د یوه دایمي او سټنډرد ځای ځایګي جوړول خورا اړین دي. دا به نه یوازې د ښاروالي په عوایدو کې زیاتوالی راولي، بلکې رسنیو ته به د یوې سټنډرد ودانۍ د کارونې امکانات برابر شي. د بېلګې په توګه که چېرې ټولې ولایتي رسنۍ منظم تالار، سټوډیو او دفترونه ولري، اړې به نه وي چې د یوې مودې لپاره په یو کور کې پانګه وکړي او لږ موده وروسته بیا بل چېرته کډه بار کړي. د یوه منظم تالار او ناستو د خونو درلودو په صورت کې رسنۍ کولای شي، د پوهنتونونو زده کوونکو ته روزنیز او عملي کورسونو د زده کړې زمینه هم برابره کړي. دا چاره به نه یوازې د مسلکيتوب په برخه کې ګټوره تمامه شي، بلکې کولای شي د رسنیو له مالي ثبات سره هم مرسته وکړي.

امنیتي ګواښونه:

 د افغانستان د خبریالانو مرکز په کلني راپور کې راغلی چې په ۱۴۰۰ کال کې څلورو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۹ خبریالان بیا د زور زیاتیو له بېلابېلو ډولونو، له وهلو-ټکولو څخه نیولې تر ټپي‌کېدو او بندخونو ته تر اچولو پورې ورسره مخ شوي دي. د دې زور زیاتیو ۶۶ پېښې بیا یوازې د امارت په لومړیو اوو میاشتو کې شوې دي.

که څه هم د امارت چارواکو رسنیزو شکایتونو ته د رسېدنې د کمېسیون د بیا فعالولو ژمنه کړې، خو لا هم په دې برخه کې کومه ځانګړې او عملي هڅه نه تر سترګو کېږي. د حل لارې په توګه، له صلاحیت سره د یاد کمېسیون بیا فعالول اړین دي، څو وکولای شي، د قانون په رڼا کې له زور واکو او د امارت له چارواکو څخه د ژورنالېستانو پروړاندې د زورزیاتي په اړه پوښتنې وکړي.

معلوماتو ته نه لاسرسی:

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ پر ۱۶ نېټه د خپلې نظر پوښتنې د پایلو پر بنسټ ادعا کوي چې ۹۰ سلنه خبریالان معلوماتو ته لاسرسی نه لري او ۶۰ سلنه افغانان له مرکو کولو څخه وېرېږي.

د افغانستان اساسي قانون او د رسنیو قانون دا موضوع په ډېر ښکاره ډول سره بیان کړې ده او د امارت چارواکو هم ویلي چې د رسنیو قانون ته درناوی لري، خو دا چې په عملي بڼه ورته څومره پابند دي، هغه څه دي چې لا هم جوت نه دي. همدارنګه د چارواکو او د دوی د اړوندو وسله‌والو پوهاوی هم خورا زیات اړین دی او کولای شي، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې مثبتې اغېزې ولري.

سیاسي تړاو یا نه ناپېيلتوب:

 د رسنیو د یو مخیز سقوط له لاملونه څخه یو هم د دوی سیاسي تړاو بلل کېدای شي چې په تېرو حکومتونو کې هم ورباندې خورا زیاتې نیوکې کېدلې. ځکه یوشمېر رسنۍ د سیاسي ګوندونو، په هېواد دننه او یا له هېواد څه د باندې شخصیتونو پورې تړلې وې. د رامنځته کولو لپاره یې دوی بېلابېلې سیاسي، سوداګریزې او یا هم ټولنیزې موخې په نظر کې نیولې وې چې د ګټو په له‌منځه تللو سره رسنۍ هم وتړل شوې. بل‌خوا امارت بیا ټولو رسنیو ته له همدې عینکو ګوري چې د آزادو رسنیو په حقونو کلک ګذار دی. د امارت چارواکو د ۱۴۰۱ کال د وري (حمل) په ۲۰ نېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا د یوه رسمي مکتوب له لارې له ټولو رسنیو وغوښتل چې د دې وزارت له امر پرته هېڅ سیاسي، ټولنیز او یا هم امنیتي اعلان خپور نه‌کړي چې دا په یو ډول سره د رسنیو د مالي سرچینو د بندولو د هڅې په توګه انګېرل کېږي.

اعلانات د رسنیو یو له اصلي مالي سرچینو بلل کېږي. که چېرې بدون له کوم ښکاره حقوقي چوکاټ څخه د اشخاصو په خوښه اعلاناتو ته د خپرېدو او نه خپرېدو امر ورکول کېږي، دا به د سرچینو ضایع‌کېدو ته لاره هواره کړي. لومړی دا چې شرکتونو او ادارو ته دا نه ده معلومه چې څه ډول اعلان ته د خپرېدو او څه ډول اعلان ته د نه خپرېدو اجازه ورکول کېږي. دوی به یوازې د اعلان تر جوړولو وروسته پوهېږي چې وزارت ورته اجازه ورکوي او که نه. په دې ډول کړنو سره لومړی شرکتونه او ادارې اعلان جوړولو ته زړه نه ښه کوي چې له دې سره حتی په دې برخه کې شته شرکتونه له پښو غورځي. بل‌خوا رسنیو باندې د دې سرچینو بندول په یو ډول د رسنیو د دروازو تړل دي. د ناپېیلتوب په اړه باید د اشخاصو پر ځای یو حقوقي چارچوکاټ پرېکړه وکړي. د دې حقوقي چارچوکاټ په رامنځته کولو سره به ادارې او رسنۍ په دې برخه کې له ګونګوالي څخه خلاصې او د هغه په رڼا کې به خپل نشرات او تولیدات تنظیموي. ‎

د خپرونو سانسور او بندول:

 رسنیو په تېر کې د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ځینې بهرنۍ خپرونې دوبله کولې او یا یې هم داسې خپرونې تولیدلوې چې په بشپړه توګه له اسلامي شریعت او افغاني دود او فرهنګ سره خلاف وې. په هېواد کې د امارت له واکمنېدو سره لومړی په موسیقې بندیز ولګېد. وروسته یې بیا په ټولیزه توګه د ټولو بهرنیو سریالونو او ډرامو پر خپرولو په کلکه توګه بندیز ولګاوه.

څنګه چې افغانستان د فلم یا ډرامو د تولیدي برخه کې لا هم پر پښو نه دی ولاړ او نه‌شي کولای چې ټلوېزیون او راډیو ته مواد برابر کړي، په یو ځل د داسې پرېکړو کول رسنۍ د خپرېدو لپاره د موادو له کمبود سره مخ کوي. اړینه ده چې یوازې لومړی هغه خپرونې بندې شوې وای چې له فرهنګ او اسلامي شریعت سره خلاف دي، نه دا چې هر بهرنۍ خپرونه او ډرامه بنده شي. د رسنیو یو له مالي سرچینو څخه همدا بهرنۍ ډرامې وې چې زیات شمېر کتونکي یې درلودل او د اعلاناتو خورا درنه برخه به په همدې ډرامو کې خپرېدله. په تدریجي ډول سره باید تولید ته لاره هواره شي او بیا بهرنۍ ډرامې له نشراتو ووېستل شي.

په خپرونو کې لاسوهنه:

 د رسنیو د تړل کېدو د لاملونو په لړ کې یو لامل په خپرونو کې د امارت د چارواکو لاسوهنه مخ ته راځي. د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې سروې په ډاګه کوي چې ۹۵ سلنه خبریالان خپلواکي نه‌لري او د امارت ۳۰ سلنه مسوولانو بیا د خپرونو د ثبت مخه نیولې ده. همدارنګه د رسنیو وضعیت ته لنډه کتنه سروې کې له ۱۱ تړل شویو رسنیو ۹ هغه یې د بندېدو لامل د مالي ستونزو ترڅنګ په خپرونو کې د امارت لاسوهنه او سیاسي لاملونه ښودلي وه چې دا شمېرې ۸۱ سلنه جوړوي.

په رسنیو کې رنګارنګې او بېل‌والی د رسنیو د ازداۍ ښکارندویي کوي او همدارنګه د خلکو په خوښه د پرمختګونو رامنځته کولو او د نظام پر پښو درولو ته لاره هواروي. اړینه ده چې د امارت چارواکي د ازادۍ اصل ته په کتو سره خپل شخصي ذوق پر رسنیو تحمیل نه‌کړي او پرېږدي چې په ازاده توګه خپرونې وکړي.

نړیواله ټولنه څه کولای شي؟

د ۲۰۳۰ کال تلپاتې پرمختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې رسنۍ خورا اړین رول لوبولای شي. د حکومتونو په کچه له پوهاوي څخه نیولې تر ټولنې او ان تر کورنۍ او شخص پورې هر یو د دې موخو په ترلاسه کولو کې ونډه لري. په دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره رسنۍ خورا زیاتې اړینې دي. همدارنګه رسنۍ کولای شي، په دې برخه کې له پرمختګونو او ننګونو څخه پرده پورته کړي او پر حکومتونو فشار راوړي چې دې موخو ته په رسېدو کې خپله هڅه وکړي.

په روغتیا، پوهنې، کډوالۍ، بې‌وزلۍ او نورو ټولو هغو برخو کې چې ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې په‌کې کار کوي، د رسنیو رول خورا جوت دی. د دوی ټول پروګرامونه د رسنیو له فعالې ونډې څخه پرته په ښه ډول نه‌شي پلي کېدای. په دې ټولو برخو کې د خلکو پوهاوي ته اړتیا ده او یوازې د ټولنیزو رسنیو پرمټ به دوی ونه توانېږي چې عامه پوهاوی رامنځته کړی، ځکه د افغانستان جغرافیاوي، اقتصادي او کلتوري وضعیت ته په کتلو سره اړینه ده چې له ټولو شته لارو چارو لکه راډیو، ټلوېزیون، مجله، اخبار، ټولنیزې رسنۍ او… ټولو څخه کار واخسیتل شي، ترڅو ډاډه شو چې هېڅوک ګوښه نه دي پاتې شوي او ورته رسېدنه شوې ده. بل خوا د پروګرامونو په ډېزاین کې د خلکو غوښتنې غبرګول هم د رسنیو له شتون څخه پرته امکان نه لري. فعالې رسنۍ به له ادارو سره مرسته وکړي، چې د خلکو اړتیاوو ته په کتلو سره پروګرامونه ډيزاین کړي.

یادو ارزښتونو ته په کتلو سره اړینه ده چې د ازادو رسنیو له یو مخیز سقوط څخه مخنیوی وشي. د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري اداره یا یونسکو او یوناما کولای شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي:

ظرفیت جوړونه:

لکه څنګه چې یو زیات شمېر مسلکي خبریالان له هېواده وتلي، ګڼ‌شمېر رسنۍ له همدې امله د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دي. د نظرپوښتنې له مخې، رسنۍ هم په تخنيکي او هم په مسلکي برخو کې روزنیزو ورکشاپونو ته اړتیا لري. همدارنګه د خبریالانو د خوندیتوب په هکله هم اړتیا ده، روزنیز ورکشاپونه په نظر کې ونیول شي، څو وکولای شي په سختو حالاتو کې ځان خوندي کړي. بل‌خوا د نظرپوښتنې پربنسټ په ولایتي کچه د ژورنالېزم اړوند د زده‌کړې کتابونه وجود نه‌لري. دوی غوښتنه کوي چې په پښتو او دري ژبو ورته روزنیز مواد او کتابونه واستوول شي، څو خبریالان ورڅخه استفاده وکړي.

 بل‌خوا رسنۍ تر دې دمه زیاتره وخت په کاپي شویو خپرونو، دوبله شوویو ډرامو، مبتذلو او له کلتور سره په ټکر کې خپرونو باندې چلېدې چې اوس نه توانېږي د نشراتو لپاره پروګرامونه برابر کړي، له اهمدې امله اړینه ده چې د پروګرامونو د تولید په برخه کې هم روزنیز پروګرامونه ورته جوړ شي.

سوداګریز اعلانونه د رسنیو یو له عایداتي سرچینو څخه دي. په ولایتي کچه د وړو کاروبارونو څښتنان زیاتر وخت د تبلیغاتو په ارزښت نه پوهېږي او که وپوهول شي هم محلي راډیوګانې او ټلوېزیونونه د ظرفیت له اړخه کمزوري دي او نه شي کولای زیات ګټور تمام شي. ځکه اړینه ده چې هم د مارکټینګ او هم د سوداګریزو اعلانونو د تولید په برخه کې ظرفیت جوړونه رامنځته شي تر څو وکولای شي د تل لپاره پر خپلو پښو ودرېږي.

حق غوښتنه:

نظرپوښتنه دا جوتوي چې د امارت چارواکي زیاتره وخت رسنۍ د هېواد په ګټه نه ګڼي. آن کله نا کله داسې ګونګوسې هم راپورته کېږي چې ګنې رسنۍ د بهرنیو هېوادونو له‌خوا د هغوی د شخصي موخو پر بنسټ رامنځته شوې دي. په دې برخه کې هم په لوړه کچه حق غوښتنې او په ټېټه کچه پوهاوي ته اړتیا ده چې ژورنالېستان له تاوتریخوالي پرته خپله دنده پرمخ یوسي.

چارواکي باید وپوهېږي چې د ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو زیاتې کارونې ته په کتو سره دوی هېڅکله هم نه‌شي کولای چې د خلکو غږ خاموش کړي. د رسنیو په بندولو سره دوی یوازې د ناکره معلوماتو خپرولو ته زمینه برابروي چې د خلکو پر ذهني امنیت خورا ناوړه اغېز کوي او خلک په معلوماتي تشه کې واقع کېږي چې دا بیا هم د نظام او هم د عامو خلکو لپاره ناوړه پایلې له ځانه سره لري.

مالي ملاتړ:

په تېر کې د رسنیو مالي ملاتړ زیاتره وخت د نغدو پیسو په بڼه وو چې د اعلاناتو او پروګرامونو د سپانسر په موخه ورکول کېدې. کله چې دا اعلانات او سپانسر ودرېدل نو رسنۍ سمدلاسه د برېښنا، کرایې او د کارکوونکو د معاشونو له کمبود سره مخ شوې. د رسنیو په ځانګړې توګه د راډیوګانو د فعالیت د باثباته کولو لپاره اړینه ده چې په ولایتي کچه رسنۍ په لمریزې برېښنا تکیه شي ترڅو د برېښنا له ملاماتونکو لګښتونو څخه څه نا څه خلاص شي.

همدارنګه د روزنیزو ورکشاپونو او غونډو د تنظیم په موخه د تالارونو جوړول به اغېزمن تمام شي. رسنۍ په ځانګړې توګه راډیوګانې به وکولای شي د ژورنالېزم زده کوونو ته د عملي زده کړو لپاره زمینه برابره کړي چې ورسره به رسنۍ له مالي اړخه په خپلو پښو ودرېږي.

نړیوالې ادارې که د روغتیا، پوهنې، اقتصادي پراختیا، ټولنیزو او یا نورو برخو کې فعالیتونه کوي اړې دي، چې عامه پوهاوی رامنځته کړي. دا عامه پوهاوی باید یوازې د دوی د لاسته راوړنو په هکله و نه اوسي، بلکې کولای شو د رسنیو له لارې د روغتیا، کرهڼې، پوهنې او نورو برخو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ شي. دا به نه یوازې د رسنیو پر پښو درولو کې مرسته وکړي بلکې د تولید په برخه کې به ظرفیت جوړونه او په بل اړخ کې به عامه پوهاوی او د د خلکو د چال چلند په برخه کې مثبت او اړین بدلونونه راشي.

که چېرې د رسنیو پر ازادۍ محدوديتونه، د هغوی د مالي سرچینو بندول، د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالي، زنداني کول او د هغوی د غږ خاموشه کول په همدې بڼه دوام ومومي، جوته ده چې په افغانستان کې به د رسنیو پراخه لمن ورټوله شي.‎

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا که چېرته د اسلامي امارت چارواکي خپل ذوق یوې خواته کېږدي او د څېړنې په لومړۍ برخه کې یاد شویو وړاندیزونو ته د عمل جامه ور واغوندي، د رسنیو مسوولان له خپلو تېرو تېروتنو څخه زده‌کړه وکړي او نړیواله ټولنه د دوی لاسنیوی وکړي، موږ به پر خپلو پښو ولاړو، خپلواکو او کثرت‌ګرا رسینو د یو سمبول په توګه نړیوالو ته ورپېژندل شو چې دا د ټولو اړخونو یوه هیله ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام