د غزني امنیتي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه شپږ کلن ماشوم د مړي موندل کېدو خبر ورکوي.
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د غزني ښار د «سلطانمحمود غزنوي» ښارګوټي په یوه انګړ کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د یاد ماشوم مړی یې د سېلاب په خړه کې موندلی او د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه روښانه نهده چې دغه ماشوم څوک دی او څنګه په یاد انګړ کې مړ شوی دی.