کابل کې نن د علوم اکاډمي له لوري «په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شو.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یوسف احمدي یاد علمي سیمینار ته د رییسالوزرا محمدحسن اخند د پیام لوستلو پرمهال وویل چې سرپرست حکومت په هېواد کې د یوه پایښت لرونکي او متوازن پرمختګ رامنځته کولو ته ژمن دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د محمدحسن اخند په پیام کې ویل شوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، تلپاتې پرمختګ ته زمینه برابره شوې او ښه حکومتولي هم دې برخه کې اسلامي امارت سره مرسته کولای شي.
بلخوا د افغانستان د علومو اکاډمۍ رییس فریدالدین محمود وايي چې پایښت لرونکي پرمختګ ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې اسلامي شریعت ته پام وشي او تر هغو چې هېوادوال رښتیني مسلمانان نهشي، هېواد به د پرمختګ پر لور لاړ نه شي.
محمود زیاته کړه چې مخکیني حکومت هېواد کې د تلپاتې او متوازن پرمختګ لپاره کار نه دی کړی او دا برخه یې له پامه غورځولې وه.
نوموړي وویل: «لومړی موږ هڅه کوو چې اسلام بنسټیز کړو. ښځې او نارینه په سمه توګه په اسلامي اصولو ځان برابر کړي. هغه هېواد کې چې اسلام نه وي، که ازادي هم وي، له ګڼو زیانونو سره مخ کېږي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
کابل کې د افغانستان د علوم اکاډمۍ له لوري د جوړ شوي علمي سیمینار ګډونوال وايي چې له طبیعي سرچینو ګټه اخیستل، د خصوصي سکټور ملاتړ، فساد سره مبارزه او تلپاتې پرمختګ ته د رسېدو لپاره روڼتیا تر ټولو مهم او اساسي ټکي دي.