د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړیو هېوادونو په یوې ګډې ویناپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي دې پرانیزي.

عربي متحده اماراتو، ناروې، البانیا، برازیل، فرانسه، ګابن، ایرلنډ‌، مکسیکو، بریټانیا او امریکا په ګډه دغه ویناپاڼه صادره کړې ده. په ویناپاڼه کې راغلي: « زمونږ پیغام روښانه دی، ټولې نجونو باید په افغانستان کې وکولای شي، ښوونځیو ته لاړې شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا زیاته کړې چې تېره اوونۍ څه باندې یو میلیون نجونو زده‌کوونکو په افغانستان کې دې ته اماده شوې وې چې بلاخره وکولای شي، ښوونځیو ته لاړې شي، خو په وروستیو شېبو کې ناهیلې شوې او ښوونځیو ته یې د تلو اجازه پیدا نه کړه.

دوی ټينګار کړی چې دا پرېکړه د هغو ژمنو سره په ټکر کې ده چې اسلامي امارت په وروستیو  اوونیو او میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل ساتلو لپاره کړې وې.

د لسو هېوادونو د استازیو په وینا، دا په ژوره توګه شاه ته ګرځېدل دي او په دې اړه اندېښمن یو، ځکه زده‌کړه د ماشومانو لپاره نړیوال حق دی چې نجونې هم په‌کې شاملېږي.

د ملګروملتونو امنیت شورا غړیو ویلي چې افغانستان کې تېره اوونۍ څه باندې یو میلیون نجونو په خپلو کورونو کې وژل او امنیت شورا نشي کولای دوی ناهیلې کړي. دوی ټينګار کړی چې یاد سازمان او نړیواله ټولنه له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره چمتو دي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولي پرون په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي چې د یاد سازمان امنیت شورا به افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدو په اړه به بحث وکړي. د یادې شورا ناسته پرون له غرمې وروسته جوړه شوه.

ټاکل شوې وه چې له میاشتو وروسته تېره چهارشنبه د وري میاشتې په درېیمه نیټه په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانستل شي، خو په هماغه ورځ یې اعلان وکړ چې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدو په کور دننه او بهر کې ګڼ‌شمېر منفي غبرګونونه له ځان سره لرل. امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې له اسلامي امارت سره یې خپلې ټولې رسمي ناستې لغوه کړي دي.

.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام