تګاب کې امربالمعروف: ښځې دې له محرم پرته دوکان کې دننه پېر نه کوي
د کاپیسا د تګاب ولسوالي محلي مسوولانو په تازهګۍ سره د دغه ولسوالي له ښځو غوښتنه کړې چې له شرعي محرم پرته دې په بازار کې د هټیو دننه خپل د اړتیا وړ توکي نه پېري. په همدې حال کې د تګاب یوه بل اوسېدونکي شمیم سلاموطندار ته وايي، هټۍوال نشي کولای چې د ښځو د اړتیا وړ ټول توکي له دوکان د باندې کېږدي.