
کابل کې موټر پلورونکي: کاروبار مو ۷۰سلنه کم شوی
کابل کې یوشمېر موټر پلورونکي سلاموطندار ته وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې کاروبار د پام وړ رالوېدلی دی. دوی زیاتوي چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله یې د موټرو پېر او پلور ۷۰ سلنه کم شوی دی.

کابل کې یوشمېر موټر پلورونکي سلاموطندار ته وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې کاروبار د پام وړ رالوېدلی دی. دوی زیاتوي چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله یې د موټرو پېر او پلور ۷۰ سلنه کم شوی دی.

د کابل «شهرنو» کې د «ګلفروشي» کوڅه یوه له پخوانیو او پېژندل شویو کوڅو څخه شمېرل کېږي چې بېلابېل ډوله ګلان په کې پلورل کېږي.

کندهار کې یوشمېر ښځينه صنعتکارانې سلاموطندار ته وايي، په دې وروستیو کې يې صنعتي کارونه پیکه شوي او ان تر دې چې کاروبار يې په ټپه ولاړ دی.
دوی زیاتوي چې د ګڼشمېر ښځينه صنعتکارانو کاري جوازونه تر وخت تېر شوي، خو د اړوندو مسوولو ادارو لهخوا نه تمدیدېږي.

په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د ځینو کسبونو لکه نجاري، خیاطي او کولالي بازار د مخ په ځوړ حالت سره مخ دي.
یوشمېر کسبګر وايي چې کارونه یې د پخوا په پرتله خورا خراب شوي او له تېرو اتو میاشتې راهیسې هېڅ کاروبار نه لري.

خوست او پکتيا کې د چرګانو یوشمېر فارملرونکي وايي، له پاکستان څخه په پراخه کچه د چرګانو په واردېدو سره یې کاروبار زيانمن شوی دی. دوی له اسلامي امارت غواړي چې پاکستان څخه د غوښې چرګانو په واردولو محصول زيات کړي، څو په کور دننه توليدات پراختيا پيدا کړي.

محمد ناصر نوري د بادغیس مرکز قلعهنو ښار کې د یوه مېلمستون خاوند دی او وايي، میلیونونه افغانۍ یې لګولي، څو دغه مېلمستون جوړ کړي او له دې لارې ګټه ترلاسه کړي. خو په وینا یې، څه باندې ۳ میاشتې کیږي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کورونا ویرووس خپرېدو په دلیل هېڅ عاید نهلري او ډېر زیامن شوي دي.

نږدې درې میاشتې وړاندې هغه مهال چې طاالبان واک ته ورسېدل، د امریکا له لوري د افغانستان بانک شتمني کنګل شوې چې اوس د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یاد هېواد کانګرس ته په یوه لیک کې د دغو پیسو د ازدېدو غوښتنه کړې. په دغه لیک کې راغلي، که د امریکا بندیزونه همداسې دوام وکړي، د افغانستان خلک به له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

په پکتيا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان غواړي چې د تېرو درېوو کلونو د پاکوالي، د ښاروالي د سړکونو حقالعبور او جوازونو پيسې را ټولې کړي.
دوی وايي، په تېرو درېوو کلونو کې د عوايدو ټولولو ته پام نه دی شوی او اوس غواړي چې له هټۍوالو، د غرفو، هوټلونو او مارکېټونو له مالکانو څخه عوايد را ټول کړي. د ګردېز سرپرست ښاروال مولوي شريفالله الهام وايي، ټولو هټۍوالو او د مارکېټونو مالکانو ته يې خبر ورکړی چې د ښاروالۍ عواید ورکړي.

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته، د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد چې له دې وړاندې د نوموړي تصویر په رسنیو کې نه و خپور شوی، په خپله لومړۍ خبري غونډه کې چې بېګاه شپه یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه کړې وه، وایي، په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.

د زړو یا دویم لاس توکو پلور په لویو ښارونو کې ښه بازار لري او ځینې وخت د ټولنې بېوزله کسان چې په پلورنځيو کې د اړتیا وړ توکي نه شي رانیولی، کولای شي چې هماغه جنس په نیمه بیه د زړو یا دویم لاس توکو له پلورنځیو څخه راونیسي.