ذ.بېحالله م.جاهد: د رسنیو پرمختګ زموږ او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ګډه موخه ده
د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد نن په کندهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له مشرتابه سره د لیدني پر مهال ویلي چې د رسنیو پرمختګ د ا.ا د بنسټیزو موخو له ډلې یوه ده او په ګډه به ورته ځان رسوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پلاوي د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه لویه ننګونه بللې او غوښتنه يې کړې چې ا.ا دې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د هرات د ورېښمو صنعتکارانو ټولنه له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا جوړه شوه
د هرات د کرنې ریاست مسوولانو د هرات د ورېښمو صنعتکارانو ټولنې د بیا جوړېدو موخه د ورېښمو یا د افغانستان د سپینو زرو صنعت وده او پرمختګ یادوي. د هرات د ورېښمو یو صنعتکار جمعهخان چې ۴۰ کاله یې په دې برخه کې کار کړی وايي، اوس د ورېښمو چینجیو لپاره څلور صندوقونه لري او که دغه صنعت ته پام وشي، نور پرمختګ به هم وکړي.
امیري: له ا.ا سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول اړین دي
د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغانستان کې له اسلامي امارت سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول او دغه هېواد کې د زیانمنو وګړو خوندیتوب اړین دی. نوموړې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې پر دې موضوع ټينګار کړی دی.
غور کې کڼه زدهکوونکې: کوڼوالی مې د پرمختګ مخه نشي نیولی
غور کې ۱۶کلنه مهتاب چې په غوږو څه نه اوري او په اشاره خبرې کوي، د رسامۍ هنر کې ښه استعداد لري. هغه د غور د کڼو ښوونځي د نهم ټولګي زدهکونکې ده او وايي چې کوڼوالی یې د پرمختګ په برخه کې مخه نشي نیولی.
د ګمرکونو او عوایدو معینیت: ۷۸ ورځو کې نږدې ۲۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي
د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسوولانو نن د یوې خبري غوڼدې پر مهال وویل چې په تېرو ۷۸ ورځو کې یې د هېواد په کچه نږدې ۲۷ملیارده افغانۍ عواید راټول کړې دي. د ګمرکونو او عوایدو عمومی رییس ویلي، د اسلامي امارت د راتلو راهیسې یې په نږدې دوه نیمو میاشتو کې یې ۲۶ میلیارده او ۹۱۵ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.
لغمان کې د کلبونو ترمنځ د کرېکټ خپلمنځي سیالۍ پیل شوې
د کرېکټ ثبت شویو کلبونو «روزنتونونو» ترمنځ د خپلمنځي سیالیو په لړ کې نن پنجشنبه دغه سیالۍ د لغمان ولایت د ۱۶ ثبت شویو کلبونو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
هرات ته د طالبانو ځپلو لپاره مرستندویه ځواکونه لېږدول شوي
د هرات ولایت اړوند ګذرې ولسوالي «پلُ مالان» سرک چې په دغه ولایت کې د جګړې لومړۍ کرښه ده، افغان تازه دمي ځواکونه د طالبانو د بریدونو په شا تمبولو لپاره دغې سیمې ته رسېدلي دي.
د حکومت له لوري د جګړې ناسم مدیریت، طالبان د ولایتونو تر مرکزونو رسولي
په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې وسلهوالو طالبانو د ولایتونو پر مرکزونو خپل بریدونه پیل کړي دي. په خپاره شویو راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو د وروستیو اوونیو په ترڅ کې په هلمند، کندهار، تخار او پروان ولایتونو کې پرمختګ کړی دی.
د امریکا دفاع وزیر: افغان پوځ لومړی باید د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي، د افغانستان پوځ وړاندې له دې چې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي، ښه به وي چې په دغه هېواد کې د وسلهوالو طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي. لویډ اسټین ویلي، د افغانستان پوځ د دې وړتیا او توان لري چې له لاسه تللې سیمې بېرته تر خپلې ولکې لاندې کړي.
لوګر کې د مېرمنو لاسي صنایعو پراختيا کړې
د لاسي صنایعو په برخه کې د افغان مېرمنو فعالیت د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ګټور بلل کېږي. د ياد ولايت د ښځو چارو ريیسې شیما زرګر سلاموطندار ته وویل، د دغه ولایت لسګونه اوزګارو مېرمنو ته یې د خیاطۍ، مُهره دوزۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړې او له دې لارې خپلې اقتصادي چارې سمبالوي.
شيما زرګر وویل، اوسمهال مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې څه باندې سل مېرمنې د لاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي او هڅه کوي چې دغو مېرمنو سره د ظرفیت لوړونې او بازار موندنې برخو کې همکاري وکړي.