پروان کې د پاسپورټ وېش له درکه ۴۲ میلیونه افغانۍ ټولې شوي
د پروان امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال د پاسپورټ وېش له درکه څه باندې څلور میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د پروان امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال د پاسپورټ وېش له درکه څه باندې څلور میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، د پاکستان حکومت له افغانستان سره په ټولو پنځو دروازو کې د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه کړې او دغه لارې یې د هغو د تګراتګ پر مخ تړلې دي. پاکستان تازه په خوست کې د غلامخان بندر هم د پاکستان تړلی دی.
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په حضوري ډول د پاسپورټ اخیستو لپاره د نوملیکنې بهیر پیلوي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې اړمنو کسانو په انلاین ډول د ګڼېګوڼې له امله نه شوای کولای چې په بېړنۍ توګه پاسپورټ ترلاسه کړي او د دې ستونزې د حل لپاره یاد بهیر پیلوي.
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب وايي، دغه ریاست هره میاشت څه باندې ۱۰۰زره جلده پاسپورټونه هېوادوالو ته وېشي.
د پاسپورټ عمومي رییس دغه څرګندونې پرون شنبه د غبرګولي ۱۳مه د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ته د یاد ریاست د کارکړنو او فعالیتونو د راپور وړاندې کولو پر مهال کړي دي.
د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره یې یو کال وړاندې په انلاین بڼه نوملیکنه کړې، خو تراوسه د پاسپورټ اخیستو د چارو مخې ته وړو لپاره دغه ریاست ته نه دي ورغوښتل شوي. د دوی په وینا، پاسپورټ ته سخته اړتیا لري او نه پوهېږي خپله ستونزه چا ته ورسوي. دوی له اړوند مسوولانو د ستونزې د حل غوښتنه کوي.
یوشمېر هېوادوال چې د پاسپورټ عمومي ریاست مخې ته را ټول شوي، وايي چې له میاشتو راهیسې د پاسپورټ اخیستو ته په تمه وو. په همدې حال کې د پاسپورټ ریاست یو کارکوونکی یما رحماني وايي چې دغه ریاست نن د ۱۳۰ کارکوونکو په لرلو د کابل اوسېدونکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي، سبا پنجشنبه به د پاسپورټونو پر اړوند ځینو ټولیزو موضوعاتو خبرې وشي.
نن ماښام داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې سبا به د پاسپورټونو د وېش بهیر له اوږده ځنډ وروسته بیا پیل شي.
څه باندې پنځه میاشتې کیږي چې کابل او ولایتونو کې د پاسپورټ وېشلو بهیر ځنډول شوی دی. د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټونو د وېش بهیر د ځنډېډو لامل تخنیکي ستونزې بولي.
د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره وايي چې سر له سبا په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر ځنډېږي.
د اسلامي امارت امنیتي چارواکي وايي چې نن غرمه یې د کابل پر پاسپورټ ریاست د برید مخه نیولې او برید کوونکی یې له موخې وړاندې وژلی دی.
د پاسپورټ ریاست عمومي رییس عالم ګل حقاني نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې سر له سبا څخه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له سره پیلوي چې هېوادوالو ته به د پاسپورټونو د ورکړې په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورت ریاست په کندوز، هرات، کندهار، خوست، ننگرهار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له پیل څخه خبر ورکوي. د اسلامي امارت د پاسپورټ ریاست سرپرست عالمګل حقاني نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر ځکه پیلوي چې د کابل په پاسپورټ ریاست کې ګڼه ګوڼه راکمه کړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون