روسیه: که اوکرایني پوځیان تسلیم شي له وژلو یې تېرېږو
روسیې وړاندیز کړی چې که اوکرایني پوځیان د یکشنبې تر ورځې د ماریوپول په بندري ښار کې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، دوی به یې ژوند وروبښي او هېڅ زیان به ورته ونه رسوي.
روسیې وړاندیز کړی چې که اوکرایني پوځیان د یکشنبې تر ورځې د ماریوپول په بندري ښار کې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، دوی به یې ژوند وروبښي او هېڅ زیان به ورته ونه رسوي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې د خیبر پښتونخوا اړوند شمالي او سوېلي وزیرستان کې په بېلابېلو وسلهوالو بریدونو کې اته پاکستاني سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تازه څېړنیز راپور پایلې ښيي چې ا.ا د خپل حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخکیني حکومت شاوخوا ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او کارکوونکي وژلي او یا یې برمته کړي دي. په راپور کې راغلي، د ا.ا له لوري د ټولبښنې اعلان د «دروغو ادعا» وه او د مخکیني حکومت د پوځیانو لپاره په لومه کې د راګېرولو په موخه استفاده شوې ده.
د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي سلاموطندار ته وویل چې ناپېژنده وسلهوالو دغه څلور واکسیناتوران نن پنجشنبه کندوز ښار کې وژلي دي.
هغه وايي چې دوه واکسناتوران د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «اوزلوبې میدان سړک» کې او دوه نور هم د «سهدرک» اړوند د «سیاف نمرې» سیمه کې کې وژل شوي دي.
په دایکندي کې د اسلامي امارت محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند د خدیر ولسوالي امنیه قومندان او ولسوال یې د یوې مرموزې وژنې په تور نیولي دي. د دایکندي د والي د دفتر رییس وايي چې یاده وژنه په مرموز ډول شوې او ولسوال او امنیه قومندان اوس د دوی په بند کې دي.
په میدان وردک ولایت کې د ملکیان پر یوه موټر د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. دغه فلانکوچ ډوله موټر چې نن سهار له دایکندي څخه کابل ولایت ته پر لار وو، میدان ښار ته نږدې د دویم نمبر لارې په اوږدو کې تر برید لاندې راغلي چې له امله یې دغه مرګژوبله رامنځ ته شوې ده.
د کندهار ولایت اړوند د سپين بولدک ولسوالي اوسېدونکي وایي چې په وروستیو څو ورځو کې طالبانو په دغه ولسوالي کې د شپې لهخوا خلک له کورونو راباسي او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته بیايي چې تراوسه یې د یوشمېر مړي پیدا شوي او ګڼشمېر یې نادرکه دي. یوه سرچینه وایي چې طالبانو له دغه ولسوالي څخه ۳۰۰کسان بېولي دي.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې تایید کړې چې د رویټرز خبري اژانس خبریال او انځور اخیستونکی دانش صدیقي د کندهار اړوند په سپین بولدک ولسوالي کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس هم د دانش صدیقي د وژنې خبر تایید کړی دی. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم د نوموړي وژنه تایید کړې ده.
د اریانا نیوز د خبرونو ویانده مینا خیري چې د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په پلسخته سیمه کې پر یوه ټونس ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه، نن خاورو ته وسپارل شوه.
نږدې یوه میاشت کېږي چې وسلهوالوطالبانو د بغلان ولایت اړوند د نهرین ولسوالي پر مرکز بریدونه پیل کړي چې یوازې د دغه ولسوالي او د پولیسو د قومندانۍ ودانۍ د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او پاتې نورو سیمو باندې طالبانو ولکه خپله کړې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي، نامعلومو وسلهوالو بېګاه د دغه ولایت په سره رود ولسوالي کې د ګچو یوې کارخونې اووه کاریګر وژلي دي.
د ننګرهار د پولیسو قوماندان جمعهګل همت نن پنجشنبه رسنیو ته وویل چې یاده پېښه بېګاه د دغه ولایت د سره رود ولسوالي اړوند د فتحاباد په مارغونډۍ سیمه کې شوې ده. هغه وايي، دغه کسان د ګچو په یوه کارخونه کې وژل شوي دي.
سترې محکمې تاييد کړه چې نن سهار کابل ښار کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه ښځينه قاضيانې ترور کړې دي.
د سترې محکې د حقوقي او قضايي مطالعاتو رييس او وياند احمد فهیم قویم سلاموطندار ته وايي، په دې پېښه کې دوه ښځينه قاضيانې وژل شوي او موټرچلوونکی يې ټپي شوی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون