د جګړې کنټرول او سولې ته رسېدل د افغانانو په واک کې نه دي
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مسوولان د هېواد اوسنی وضعیت پېچلی او حساس بولي او وايي، که څه هم افغانستان کې جګړه له خلکو څخه قرباني اخلي، خو د دغې جګړې عوامل او انګېزه تراوسه نه ده روښانه شوې.