د پاکستان پلازمېنې اسلام‌ا‌باد کې د محکمې مخې ته د ځانمرګي برید له امله دولس کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه، لړم ۲۰مه خبر ورکړی چې په وژل شویو کې وکیلان هم شامل دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، ښايي ټپیان او د وژل شویو شمېر له دې هم لوړ شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې ځانمرګي بریدګر غوښتل محکمې ته ننوځي، خو د لارې نه‌موندلو له امله یې، د پولیسو پر موټرو، موټربم برید کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه کوم چا یا ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی. ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او امنیتي ځواکونه د پېښې د لاملونو پلټنې کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه په اسلام‌اباد کې د امنیت د اندېښنې سبب شوې او د پاکستان په پلازمېنه کې د وسله‌والو بریدونو خطر ښکاره کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام