پاکستان کې ځانمرګی برید؛ ۱۲ کسان وژل شوي

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه، لړم ۲۰مه خبر ورکړی چې په وژل شویو کې وکیلان هم شامل دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، ښايي ټپیان او د وژل شویو شمېر له دې هم لوړ شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې ځانمرګي بریدګر غوښتل محکمې ته ننوځي، خو د لارې نه‌موندلو له امله یې، د پولیسو پر موټرو، موټربم برید کړی دی.

امیرخان متقي د قزاقستان بهرنیوچارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت نن سه‌شنبه، لړم ۲۰مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړي دي.

هند کې چاودنه؛ نهه کسان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي

په نوې ډیلي کې د سرې کلا څنګ ته چې د ښار یوه تاریخي ماڼی او د هند له مهمو سیاحتي ځایونو ګڼل کېږي، چاودنه شوې چې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. له چاودنې وروسته څو موټرو هم اور اخېستی دی.

څه باندې ۱۰زره افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو د حل کمېسیون ویلي چې یوازې پر یوه ورځ ۱۰زره او ۳۹۶ افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، نن (سه‌شنبه، د لړم ۲۰مه/ د نومبر ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد کسان تېر ماسپښین د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.

غور کې  پر شري ناروغي د اخته‌کېدو  او مړینې کچه دوه برابره شوې

۳۴کلنه شمایل چې پنځه ورځې وړاندې یې خپل ناروغ ماشوم د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته راوړی، سلام‌وطندار ته وايي: «ماشومانو شري ناروغي لرله، دلته مې د درملنې لپاره راوړي، څو له ناروغۍ جوړ شي او موږ پنځه شپې او ورځې کېږي چې دلته یوو.»

کندهار کې د «انار په نوم» د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون پيل شوی

په کندهار ښار کې د انارو په نوم د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د کډوالۍ نړيوال سازمان په ګډه همکاري پیل شوی دی. په نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو صنعت‌کارانو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړی دی.

د لوګر اوسېدونکو له پوهنې ریاست سره لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې

لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم او ولسوالیو یوشمېر عامو اوسېدونکو او سوداګرو له پوهنې بهیر سره شاوخوا لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، د دغو نغدي مرستو له لارې یوشمېر دیني مدرسو او ښوونځیو ته اداري او تدریسي خونې جوړې شوي دي.