د لوړو زدهکړو وزارت هغې پرېکړې یوشمېر ځوانان اندېښمن کړي چې له مخې یې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو انسټیټیوټونو زدهکوونکي د خپلو تحصیلو څانګو پرته نورو رشتو کې زدهکړې نهشي کولای.
دوی وایي، د وزارت دې پرېکړې، د ځوانانو ترمنځ ناهیلي ډېره کړې چې ډېرو یې، لوړې زدهکړې پرېښي او یا هم کډوال شوې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت د مکتوب پر بنسټ چې د ۱۴۰۳کال د مرغومې «جدي» په ۲۲مه یې، خصوصي پوهنتونونو ته لېږلی، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو انسټیټیوټونو زدهکوونکي له دولسم یا څوارلسم څخه تر فراغت وروسته له خپلو څانګو پرته نورو څانګو کې زدهکړو ته دوام نهشي ورکولی.
سلاموطندار د یادې مسلې د څېړنې لپاره له ۲۴ ځوانانو سره مرکې کړي چې دولس یې، له لوړو زدهکړو فراغ او دولس نور یې، د انسټیټیوټ زدهکوونکي دي. د دې مرکو پایلې ښيي چې د یادې پرېکړې په پليکېدو سره ډېری ځوانان ناهیلي شوي دي.
هغه ځوانان چې په دې راپور کې ورسره مرکه شوي، په مختلفو تخنیکي او مسلکي برخو کې یې لوړې زدهکړې کړي یا فارغ شوي دي. احمدرشاد، تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ کې د برق انجینیري زدهکونکی، خو د غاښونو ډاکټرۍ برخه کې لوړو زدهکړ ته لېوالتیا لري. دی وايي، هغه پرېکړه کړې چې خپلې زدهکړې پرېږدي، ځکه چې د برق انجینیري سره لېوالتیا نهلري.
هغه وویل: «له فراغت وروسته، زه غواړم د پوهنتون د داخلېدو ازموینه ورکړم او څانګه مې بدله کړم. د لوړو زدهکړو وزارت پرېکړې موږ ډېر اندېښمن کړي یوو او په یوه معضله کې یې اچولي یوو. ډېر ځوانان شته چې په هغو څانګو کې دي چې دوی نهغوښتل. په دې ښوونځي کې یوه ازموینه اخیستل کېږي او زدهکونکو ته د دوی د نمرو پراساس یوه لویه څانګه ورته ټاکل کېږي. موږ اړ یو چې ښوونځی پریږدو.
د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ د کرنې برخې زدهکوونکی قدرتالله وايي: «د لوړو زدهکړو وزارت د پرېکړې له امله، موږ اړ یو چې له ښوونځي ووځو. دوی باید ښوونځي ته له راتلو مخکې موږ ته خبر ورکړی وای، ځکه چې افغانستان کې کرنه ډېر عاید نه تولیدوي. زه غواړم طب ولولم، اوس له دې پرېکړې خبر شوم. چارواکو موږ ته خبر نهدی راکړی. موږ یوې ستونزې سره مخ یوو. موږ خپله لاره نهشو موندلی. زموږ کورنۍ زموږ لپاره لوړې هیلې درلودې، خو دې پرېکړې موږ ډېر اغېزمن کړي یوو.»
ناشر احمد هم د برق انجینیري څانګه څخه له دولسم فارغ دی. هغه هیله لرله چې د ماسټرۍ تر کچې زدهکړې وکړي، خو اوس خپلې تحصیلي راتلونکې ته ناهیلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «زموږ راتلونکی یې، اغېزمن کړی. حیران یو چې څه وکړو. حکومت هم موږ ته پام نهکوي. که پوهنتون داسې وي، نو د زدهکړو دوام نهغواړو. دا رشتې مو چې ویلي، کسب دی، نه زدهکړې. د یوه ځوان په توګه راتلونکې ته اندېښمن یم. څه وکړو. د برق څانګې مې خوښه نهده، غوښتل مې تر ماسټرۍ او دوکتورا زدهکړې وکړم.»
بلخوا له یاد انسټیټیوټ څخه فارغ شوي، اته کسان خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي. دوی وايي، هیله لري چې خپلو څانګو کې زدهکړو ته دوام ورکړي.
د الکټرونیک څانګې څخه فارغ رسول سروري وویل: «څه چې کولای شو دا دي چې خپلو څانګو کې زدهکړو ته دوام ورکړو. له ګټو یې، استفاده وکړو. ستونزې نه خلاصېږي. دا موږ چې څنګه ستونزو سره مبارزه وکړو او بریالي شو.»
حشمتالله چې د تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د کانونو انجینیرۍ له څانګې فارغه شوی وايي، هره ټولنه تخنیکي او مسلکي کسانو ته اړتیا لري او هغه هم له فراغت وروسته د خپلې څانګې اړوند برخه کې کار کوي.
«خصوصي ورکشاپ لرم. له فراغت وروسته مې د موټر تخنیک او اتومیکانیک برخو کې ابتکارات او لاسته راوړنې لرم. خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته مې څو ځله مراجعه وکړه. دا د ټولو ځوانانو ستونزه ده او سړی ډېر ناهیلی کوي. ما خپله ټوله هڅه کړې او خپلو هڅو او زدهکړو ته دوام ورکوم.»
احمد فرشید بل ځوان دی او وايي، که نورو څانګو کې ورته د زدهکړو د دوام لپاره زمینه برابره نهشي اړ کیږي چې کډوالۍ ته مخه کړي.
هغه وویل: «هیلهمند یم چې د زدهکړو د دوام زمینې برابرې شي، کنه نو مجبوره کېږم چې د کار کولو لپاره بهر ته د تلو په فکر کې شم. که شرایط ښه شي غواړم تر ۱۴م پورې زدهکړو ته دوام ورکړم، خو که وضعیت همداسې پاتې شي، شاید مجبوره شم چې زدهکړې خوشې کړم.»
دې سره، د چارو یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې تخصص او ژمنتیا تل پاتې پرمختیا ته د ټولنې رسېدو لپاره مهم عوامل دي. دوی په دې باور دي چې خلک باید هره برخه کې زدهکړې وکړي.
د پوهنتون استاد شهزاد ارین غیر مرتبط څانګو کې د ځوانانو د زدهکړو دوام، تخصص او د افغانستان کاري ځواک ته جدي زیان رسوي. هغه په دې اړه وویل: «مونږ لیدلي چې څوارلسم پاس له مسلکي او تخصصي زدهکړو وروسته، دوه کاله نور هم نورو څانګو کې زدهکړې کړي. داسې هم شوي چې د دولسم په اسنادو تللي نورو څانګو کې یې زدهکړې کړي. له بدهمرغه دغه کار تخصص او د افغانستان کدرونو ته جدي ضربه رسوي.»
د رڼا پوهنتون د زدهکړیالانو چارو مرستیال عادل شاه امینیار د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د مکتوب ترلاسه کول تاییدوي او د اجرا کولو په تړاو یې داسې وايي: «مونږ د لوړو زدهکړو وزارت له لوري مکتوب ترلاسه کړی چې پر اساس یې، هغه زدهکوونکي چې له ښوونځيو او مسلکي او تخنیکي زدهکړو فارغه شوي وي، کولی شي هماغه څانګه کې چې ۳ کاله یې په کې درس لوستی، زدهکړو ته دوام ورکړي. د څانګې خلاف حق نه لري چې زدهکړو ته دوام ورکړي.»
د یادونې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره د هېواد په سطحه ۳۷۸ لېسو او انستیتیوتونو کې زدهکوونکو ته زدهکړې ورکوي. دغو مرکزونو کې ۲۰۰ انستیتیوتونه، ۱۵۸ لېسې او ۲۰ د ځانګړو تعلیماتو مرکزونه دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له رسنیو سره د همغږۍ مسوول سید صفیر منصوري هر کال له دغې ادارې د ۲۰ زره محصلانو او زدهکوونکو فراغت ته په اشارې وايي، د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ترلاسه کړي مکتوب پر اساس، دغه طرحه د اجرا کېدو په حال کې ده او پراساس یې ځوانان نور نهشي کولی خلاف څانګو کې زدهکړې وکړي.
ښاغلی منصوري په دې اړه وايي: «د لوړو زدهکړو وزارت له لوري اعلان شوی چې له دغه مرکز څخه فارغه شوي نهشي کولی تحصیلي بنسټونو کې د خپلې څانګې خلاف زدهکړې وکړي. دغه اداره د هرې څانګې لپاره مجهیز او ستندرد ورکشاپونه لري. کومې څانګې چې دغه اداره کې تدریس کیږي، کومې څانګې چې د پوهنې وزارت اړوند دي، هغوی سره توپیر لري. دلته دوی ته تر ډېره په عملي بڼه تدریس کیږي.»
دغه ځوانان داسې مهال هڅه کوي چې له تخنیکي او مسلکي زدهکړو څخه تر فراغت وروسته، د خپلې څانګې خلاف نورو برخو کې زدهکړو ته دوام ورکړي چې افغانستان متخصصو په ځانګړې توګه بېلابېلو برخو کې مسلکي ځوانانو ته اړتیا لري.