له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي یوشمېر کډوال وایي، د راستنېدو پرمهال پاکستاني پولیسو د ناسم چلند ترڅنګ، لارو کې په بېلابېلو پلمو ترې په زور پیسې هم اخیستې دي.
محمد نور چې د میدانوردګ ولایت اصلي اوسېدونکی دی، شاوخوا ۴۸ کاله وړاندې پاکستان ته کډوال شوی وو.
دی وایي، له ډیرو کلونو کار او روزګار وروسته پاکستان د کډوالۍ اصولو خلاف تش لاس په جبري ډول خپل هېواد ته را اړولی او ټوله شتمني یې ترې هملته ایساره کړې ده.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «په ښه وضعیت کې نهیو را وتلي، ناڅاپي یې راوویستو، د کور ټول سامانونه رانه پاتې شول، مالداري رانه پاتې شوه، موټر او موټرسایکل چې راسره وه او کار روزګار ته به پرې تلو هغه رانه پاتې شول، ماشومان مو ګاډي ته را وخېژول او را بار شولو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په جبري توګه را ایستل شوي وایي، له یوه لوري ترې پاکستاني پولیسو په لارو کې په بېلابېلو بهانو ترې پیسې اخېستي او له بل پلو بیا پاکستاني موټر چلوونکو د دوی له مجبوریته ناسمه استفاده کوله او لوړه کرایه یې ترې اخیستې چې دې چارې راستانه شوي اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.
د پاکستان له فیصل اباد ښار څخه په جبري ډول را ایستل شوي زینالدین بیا د خپل راتګ په اړه داسې وویل:
«مونږ ته یې ټول درې ورځې وخت راکړ چې درې ورځو کې دننه دننه ووځئ، په دې درې ورځو کې هېڅ نهکېدل، د وسایلو د خرڅولو لپاره مو وخت نه درلود، نه ګاډي سمبالېده او بس ټول سامان رانه پاتې شول.»
له پاکستانه په جبري ډول بل را ایستل شوی افغان اتل وایي چې پولیسو په ورځ کې څو ځله په کورونو او کارځایونو چاپې وهلې او هلته میشته افغانان یې سخت ځورول.
نوموړی وایي: «یو ځل یې ونیولم، ۲۰ زره روپۍ یې رانه واخیستې، درې ورځې ورسره بندي وم او وروسته یې چې خوشې کړم لاړم کور ته، د کور مشر هم زه وم. بازار ته چې په سودا پسې تلم بیا یې ونیولم بیا یې هم رانه رانه ۲۰ زره کلدارې واخیستې او نور یې راتګ ته مجبور کړم.»
دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د پاکستان له مختلفو ښارونو په سلګونه افغان کورنۍ په زور زیاتي هېواد ته راګرځول کیږي چې د ډېرو شتمني هم د پاکستان حکومت له لوري ترې ستنې کړای شوې دي.






