د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د درنو واورو له ورېدو وروسته، د زلزله‌ځپلو کورنیو د ژوند شرایط لاپسې ستونزمن شوي دي.

د کونړ یو زلزله‌ځپلی علي ساپی سلام‌وطندار ته وایي چې له څو میاشتو تېرېدو ه سره لاهم تر خېمې لاندې ژوند کوي او اوس د هوا سړېدو یې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

هغه وویل: «له زلزلې راهیسې موږ په خیمه کې ژوند کوو. تقریباً څلور تر پنځو میاشتو کېږي چې ژوند مو په خیمه کې تېریږي. هغه کلینیکونه چې نهادونه زموږ لپاره جوړ کړي، زموږ د خیمې سره نږدې دي، نو که ناروغه شو همدې ته ځو؛ خو که ناروغي جدي وي، ښار ته ځو. دا بارانونه او واوره زموږ لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړي؛ ناروغان ډېر شوي او خیمې هم نه وې وېشل شوې.»

د کونړ یو بل زلزله‌ځپلی داوود، وایي چې زیانمنې شوې کورنۍ د مرستندویو بنسټونو له مرستو پرته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

هغه وویل: «ټول غریب خلک دي چې دلته ژوند کوي. موږ غوښتنه لرو چې له موسسو سره همکاري وشي، کورونه راته جوړ شي او نقدي مرسته راته وشي. ځکه چې ماشومان ډېر ناروغ دي او په هر کور کې پنځه تر شپږ پورې ماشومان وي. پیسې نشته چې د ژوند لګښتونه یې پوره شي. په لومړي قدم کې باید زموږ لپاره کورونه جوړ شي، ځکه موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (Save the Children) په یوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې سخت ژمی د افغانستان په ختیځو سیمو کې د زلزلو له امله زیانمنو شویو ماشومانو او کورنیو ژوند ګواښي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، نږدې ۵۷۰۰ کورنۍ تر خېمو لاندې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.
دغه بنسټ زیاتوي، دا وضعیت د ماشومانو زیان‌منېدنه لوړه کړې او هغوی د سختو تنفسي ناروغیو له ګواښ سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې د سمنګان یو زلزله‌ځپلی عنایت‌الله چې لاهم تر خېمې لاندې ژوند کوي، وایي، د تودوخې د وسایلو د کمښت او د هوا سړېدو له امله یې ماشوم ناروغ شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «زوی مې ناروغ دی او درمل ورته لږه ګټه کړې، ساړه زیات دي، ډېره هوا سړه ده، ډېره واوره ده، یوه بخارۍ لګوو او منقل لګوو او ورته کېښنوو.»

بل‌خوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې زلزله‌ځپلې کورنۍ د ژمي پر مهال تودوخې او سرپناه ته جدي اړتیا لري. یاد سازمان ویلي، د کورنیو له ارزونې وروسته به هغوی ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، سلام‌وطندار ته وایي چې د وروستیو واورو له امله د زلزله‌ځپلو یو شمېر خېمې ویجاړې شوې وې، خو د دې ادارې ولایتي مسوولانو د چټکې رسېدنې له لارې بېرته ورغولې.

نوموړي وویل: «په هغو زلزله‌ځپلو ولایتونو کې چې موږ یا نورې مؤسسې کمپونه او خیمې جوړې کړې وې، د باران او واورې له امله ځینې خیمې ته زیان رسېدلی و. خو الحمدالله زموږ ولایتي مسؤلینو هغوی ته رسیدګي وکړه. د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ، په ځانګړي ډول د ژمني لباسونو مرسته هم وشوه. هغه خیمې چې ورکې وې، بیا جوړې شوې او اوس هېڅ ستونزه نشته.»

تر دې وړاندې، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم ویلي و چې د واورو درنو ورښتونو د زلزله‌ځپلو سیمو د ماشومانو د ژوند وضعیت لا پسې سخت کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام