نن سهار نهه بجې د نورستان د نورګرام ولسوالي اړوند په کلتن دره کې د «اوآرسيډي» موسسې د یوې ګرځندې روغتیايي ډلې موټر چپه شوی او پهکې سپاره شپږ روغتیايي کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نورستان د عامې روغتیا ریاست وايي، یاده روغتیايي ډله نورګرام ته د خلکو د درملنې په موخه تللې وه چې په کلتن دره کې پرې موټر چپه او شپږ واړه ټپیان شول.
دغه ریاست زیاتوي چې د پېښې ټپیان چې د دوو هغو رغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی، لومړی د کلتن درې روغتیايي مرکز او له هغه ځایه د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې په نورستان کې د غرنیو سیمو او د سړکونو خرابوالي له امله وختناوخت ټرافیکي پېښې کېږي او ډېر کله یې له امله خلکو ته مرګژوبله هم اوړي.