د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي.
د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري وايي، ځانګړو ځواکونو بېګاه شپه د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالي «انجنير مهدي» سيمه کې د داعش وسلهوالو پر یوه پټنځای عملیات کړي چې په پايله کې يې شپږ داعشیان وژل شوي دي.
هغه ویلي چې دغو عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې افغانستان کې د ترهګرو په ځانګړې توګه د داعش فزیکي حضور رد کړی، خو دا څوم ځل دی چې د ا.ا ځواکونه یې کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې پر وړاندې عملیات کوي.